مزارشريف (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې په بلخ ولايت کې داعش ډلې پورې تړلي بهرني وسله وال نيول شوي دي.
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي د سلواغې په ۲۴مه مزارښار کې یوې خبري غونډې ته وویل چې تېره شپه په مزارښار او دهدادي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په اتو عملیاتو کې داعش ډلې پورې تړلي يو شمېر بهرني وسله وال او د هغوی کورنۍ نيول شوي دي.
عظیمي زیاته کړه چې ياد عملیات له مزارشریف څخه د تښتول شوي ماشوم، عبدالرووف د پیدا کېدو په موخه ترسره شوي وو، چې پایله کې يې دغه بهرني وسله وال ونیول شول.
د هغه په وينا، نيول شویو بهرنیو وسله والو سره د هغوی د کورنۍ مېرمنې او ماشومان هم پولیسو توقیف کړي دي.
د بلخ والي د نیول شویو کسانو هویت او کره شمېر په ډاګه نه کړ او ویې ویل چې بشپړ جزيیات به وروسته د ملي امنیت ادارې له خوا خپاره شي.
Views: 90