Pajhwok Afghan News

په وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۹) : پاکستانیو طالبانو د خیبر پښتونخوا ایالت په سویلي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ برید کړی چې په پایله کې یې څلور سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ لخوا د سلواغې په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره شپه وسله والو کسانو د سویلي وزیرستان  په مکین سیمه کې د پوځ پرپوستې برید کړی و،  چې په ترڅ کې یې څلور سرتیري وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې،  چې په ځوابي برید کې څلور تنه بریدګر هم وژل شوي دي.

بلخوا تحریک طالبان پاکستان ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.  ددې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ادعا کړې چې په د مکین په رازین خوله سیمه کې یې د پوځ پر پوستې برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۲ سرتیري وژل شوي دي.

خو هغه ویلي چې په دې برید کې دوی ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د خیبر پښتونخوا ایالت ځایی مسوولینو ویلي چې په باجوړ  کې د ډيورڼد پولې پورې غاړې څخه په راکټي برید کې یو ماشوم وژل شوی او اوه تنه نور کسان ټپیان شوي دي.

ددې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه  نه دی اخیستی.

Views: 190

Exit mobile version