لومړى تعقيب – کندهار (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کندهار په موټر بم بريد کې ١٢ پوليس ټپيان شوي دي.
بلخوا د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر جنرال فريد مشعل وايي، نن سهار د ۷:۳۰ بجو په شاوخوا کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک سيمه کې پر پوليسو موټر بم بريد شوی دی.
هغه د سلواغې په ٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل، دغه بريد د هاموې موټر په وسيله شوی چې له امله يې ۷ تنه پوليس ټپيان شوي چې درملنه يې شوې او بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
د مشعل په وينا، چاودنه دومره درنه وه چې له امله يې په سيمه کې د يوه ښوونځي ودانۍ او کورونو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د ده په خبره، په دغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عمليات روان دي او تر هغه به دوام ولري چې ولسوالي په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ويلي چې پر ياد موتر د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ډزې شوې او چاودنه يې کړې ده.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې ١٢ پوليس ټپيان شوي دي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې هم په ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم بريد شوى و.
Views: 278