مزارشریف (پژوک، ٢٥ سلواغه ٩٩) : په شمال کې د شاهين قول اردو وايي چې په بلخ ولايت کې د خپل ماين د چاودنې له امله د بهرنيانو په ګډون ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول حنیف رضایي د سلواغې په ۲۵مه پژواک ته وویل چې د بلخ دولت اباد ولسوالۍ یوه جومات کې د ماین چاودنې له امله ۳۰ طالبان وژل شوي دي.
د رضایي په خبره، چاودېدونکي توکي هغه مهال د قلتاق سیمې په جومات کې چاودېدلي چې طالبان د شپږو بهرنیو روزنکو له خوا د ماین جوړولو په موخه روزل کېدل.
هغه وایي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قوماندانان او د ماین جوړولو ماهرین شامل دي.
د شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول وویل چې د اجسادو نه پېژندل کېدو له امله د بهرنیو وسله والو هویت نه دی تثبیت شوی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
Views: 38