ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صمیم: غواړو پخواني قومي جوړښتونه بیرته راژوندي او فعاله کړو

صمیم: غواړو پخواني قومي جوړښتونه بیرته راژوندي او فعاله کړو

author avatar
14 Feb 2021 - 20:40
صمیم: غواړو پخواني قومي جوړښتونه بیرته راژوندي او فعاله کړو
author avatar
14 Feb 2021 - 20:40

خوست ښار (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۹): د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزير خوست کې د قومي مشرانو يوې غونډې ته وويل چې د روانو حالاتو څخه د وتلو او د سولې د ټينګښت په موخه د قومونو ترمنځ په يووالي کار کوي.

د قومي مشرانو دا غونډه چې نن دسلواغې په ۲۶مه، د دغه ولايت د سرحدونو او قبايلو په ليسه کې جوړه شوې وه، د خوست د مختلفو سيمو سلګونه قومي مشرانو او سپين ږيرو سربېره د وزيرستاني کډوالو يو مشرانو هم ګډون کړی و.

غونډې ته د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محب الله صميم وويل روانو جنګ جګړو او ناخوالو څخه د وتلو او د حل يواځينی لار د پخوانيو قومي جوړښتونو را ژوندي کول او د خلکو ترمنځ په ملي يووالي کې ده.

هغه وويل هڅه يې دا ده، د يو ځانګړي ميکانيزم له مخې پخواني قومي جوړښتونه چې د شخړو په حل او د سولې په ټينګښت کې موثر ثابت شوي، پياوړي کړي څو په هېواد کې د روانو ناخوالو په حل کې ورڅخه استفاده وشي.

ده زياته کړه: ((د هېواد په دې حساسو او مهمو شرايطو کې ملي يوالي او ملي وحدت ته ضرورت دی. قومي جوړښتونو ته به توجه کوو، هغه ساختارونه او جوړښتونه چې مو پخوا درلودل په تېرو څلورو لسيزو کې زیانمن شول او کله چې دا رانه کمزوري شول، ډېرو کمزورو او ناتوانه خلکو وکولی شول چې موږ ته ضرر ورسوي.))

محب الله صميم ورته مهال له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د سولې په برخه کې هم خپل اوچت وکړي او له ښکېلو غاړو وغواړي چې له هر څه مخکې په اوربند توافق وکړي.

د دغه ولايت يو تن مشر توريالي منګلي دغې غونډې ته وويل چې خلکو هر وخت له نظام او خپل حکومت څخه ملاتړ کړی، خو ګيله يې وکړه چې د حکومت دننه يو شمېر کړۍ د خپلو ګټو په خاطر د همدې قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.

هغه وايي: ((څه مو چې ترلاسه کړي او کوم نهادونه مو تقويه کړي ددې نه دفاع زموږ او تاسو ايماني او وجداني وظيفه ده. موږ د نظام نه ملاتړ کوو، مګر په دې نظام کې د شته ستونزو او د هغو فاسدو کړيو چې دا نظام ننګوي، د قومونو او خلکو ترمنځ او د دولت ترمنځ فاصلې رامنځته کوي، د هغوی کلک مخالف يو.))

بل قومي مشر رسول محمد تڼي بيا دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د قومونو ترمنځ هيڅ ډول ستونزه او اختلاف نشته خو زياتوي چې د افغانستان خلک د سياسونو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو له امله له دې بد حالت سره مخ شوي دي.

هغه وايي: ((زموږ د نظام لوبغاړي اصلاً دا نظام نه ساتي، دا نظام تخريبوي. زموږ سياسون يو څه وايي د سولې او نظام په ارتباط، حکومت بل څه وايي، رئيس جمهور بل څه وايي، چې دا د نظام تخريب دی او د نظام د کمزوري کولو لار ده. که دا لوبغاړي چې مشران او سياسون ځانونه بولي او دا سره يو واحد شي او واحد نظر ټول جهان ته وړاندې کړي، بيا به کوم داسې طاقت وي چې دا نظام له منځه يو سي.)

دې غونډه کې د قومونو ترمنځ پر يوالي ټينګار ترڅنګ د افغان دولت او وسله والو طالبانو هم غوښتنه وشوه، چې هر څه وړاندې په سرتاسري اوربند باندې توافق وکړي، څو نور د وژنو او وينو تويولو مخه ونيول شي.

Visits: 148

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.