کابل ښار (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٩): د ماليي وزارت وايي چې نړيوال او اسيايي بانکونه له افغانستان سره د کرونا واکسين د تمويل په برخه کې ١٦٣ ميليونه ډالر مرسته کوي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د سلواغې په ٢٦مه د ماليې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ماليې وزارت مالي مرستيال عبدالحبيب ځدراڼ د عامې روغتيا وزارت، نړيوال بانک او د اسيا پراختيايې بانک له استازو سره وکتل.
سرچينه وايي چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د کرونا واکسين په تمويل، په دې برخه کې د مرستو د اغيزمن لګښت او له مرسته کېدونکو تجهيزاتو څخه د ښې ګټې اخيستنې لپاره په پلان جوړولو او يو شمير نورو اړوندو مسايلو په ټراو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د سرچينې په حواله ټاکل شوى ده چې په افغانستان کې د کرونا واکسين د تمويل په موخه نړيوال بانک ١١٣ ميليونه امريکايې ډالر او د اسيايې پراختيا بانک ٥٠ ميليونه امرکايې ډالره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې د نړيوال بانک له لوري د ١١٣ ميليونه ډالرو د کېدونکې مرستې هوکړه نهايې او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلوونکې کې لاسليک شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن