ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د ملي امنيت ١١ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

15 Feb 2021 - 13:59
15 Feb 2021 - 13:59

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٩): دولتي مسوولين وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله د ملي امنيت اووه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د امام صاحب ولسوال نازک مير اکبري د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو د دغې ولسوالۍ په بخمل کوچه سيمه کې د ملي امنيت د سرتېرو پر يوه مرکز بريد کړى دى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې د ملي امنيت اووه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

خو د کندوز ولايتي شورا غړى خال الدين حکيمي بيا وايي چې په دغه بريد کې اووه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د بخمل کوچې په زړې کلا سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې لس حکومتي سرتېري وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version