Pajhwok Afghan News

افغانستان کې په نږدې پنځه زره کسانو کې د کرونا ناروغي پاتې ده

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، دمګړۍ په هېواد کې د کرونا له ټولو ناروغانو یوازې په نږدې پنځه زرو کې دغه ناروغي پاتې ده او نور روغ شوي دي.

د کرونا ویروس چې شاوخوا یو کال مخکې له چین څخه خپور شو، اوس یې د افغانستان په ګډون ټولې نړۍ ته سرایت کړی او نږدې ۱۱۰ میلیونه کسان پرې اخته او څه کم دوه نیم میلیونه کسان ترې تر اوسه مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، تر پرون پورې په هېواد کې د ۲۷۳۷۴۵ کسانو د کرونا ټسټونه شوي چې له ډلې یې د ۵۵۵۲۰ نتیجې مثبتې او پر کرونا اخته، ۲۴۳۰ کسان مړه او ۴۸۴۰۰ نور بېرته روغ شوي دي.

د دغو ارقامو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۴۶۶۵ د کرونا فعال ناروغان شته چې ډېر کم یې په روغتونونو کې بستر دي او نور په خپلو کورونو کې درملنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شوو شمېرو له مخې، تر ټولو زیات ۱۸۳۵۸ کسان په کابل کې پر کرونا اخته شوي، دغه راز ۹۱۴۶ کسان په هرات، ۳۳۸۲ په بلخ، ۲۵۵۷ ننګرهار، ۲۴۹۷ کندهار او ۲۰۷۸ کسان په تخار ولایتونو کې په کرونا اخته شوي دي.

دغه راز پکتیا، پروان، کندوز، بغلان، نیمروز، بامیان، میدان وردګ، بادغیس، دایکنډي او غزني هغه ولایتونو دي چې په کې له ۵۰۰ څخه تر زرو پورې کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، نورستان او اروزګان هغه دوه ولایتونه دي چې په کې تر دوه سوه کم کسان پر کرونا اخته شوي، په نورستان کې ۱۳۴ او په اروزګان کې ۱۵۷ کسان پرې اخته شوي.

دغه وزارت ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۴۳۰ کسان له کرونا مړه شوي، چې تر ټولو زیات ۷۸۰ کسان په کابل او تر ټولو کم یو تن په نورستان کې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په هرات کې ۴۲۷، په بلخ ولایت کې ۱۸۰، په ننګرهار کې ۱۵۳، غزني او خوست کې ۷۵، ۷۵، تخار کې ۶۸، کندوز کې ۵۲ او پکتیا کې ۴۹ کسان له کرونا مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه په افغانستان کې ۸۷ روغتیایي کارکوونکي له یادې ناروغۍ مړه او شاوخوا پنځه نور روغتیایي کارکوونکي پرې اخته شوي دي.

سرچینې ویلي چې تر ټولو زیات ۴۴ روغتیایي کارکوونکي په کابل او بیا ۱۵ په هرات ولایت کې کرونا مړه کړي دي.

دغه راز په کابل کې ۱۰۲۹ او په هرات کې ۱۱۰۱ روغتیایي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې تر اوسه له مړه شوو ۶۷،۳ سلنه نارینه او ۳۲،۷ سلنه ښځینه ناروغان جوړوي.

Views: 55

Exit mobile version