ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار له درېيو ولسواليو تازه بېځايه شوي کډوال د مرستو غوښتنه کوي

د ننګرهار له درېيو ولسواليو تازه بېځايه شوي کډوال د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
15 Feb 2021 - 14:56
د ننګرهار له درېيو ولسواليو تازه بېځايه شوي کډوال د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
15 Feb 2021 - 14:56

جلال اباد (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۹): د ننګرهار د درېيو ولسواليو حصارک، شېرزاد او خوږياڼو ولسواليو کې له نا امنيو تازه بېځايه شوو کډوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.

دوی په یادو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو پر ضد د پيل شوو عملياتو له امله بېځايه شوي دي.

په دې ولسواليو کې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې عمليات پيل شوي چې د چارواکو په وينا، تر اوسه يې يو شمېر کلي له وسله والو پاک کړي او لسګونو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو ځايي خلک وايي چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو، هوايي بمباريو او د سړک غاړو ماينونو له وېرې ګڼې کورنۍ بېځايه شوې دي.

دغه کورنۍ د جلال اباد ښار او سره رود ولسواليو په مربوطاتو کې مېشتې شوې او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د شېرزادو ولسوالۍ د طوطو سيمې اوسېدونکی ګل نواز وايي، د جګړو له امله يې خپل ډک کورونه پرېيښي او په سره رود ولسوالۍ کې يې په يو کنډر کې اړولي دي.

دی وايي، سروې يې شوې خو د مرستو په تمه دي او تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده ترسره شوې.

دغه راز د حصارک ولسوالۍ له کان سيمې را کډوال شوی غلام نبي وايي چې حکومتي مسوولينو يې يو ځل د خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې چې پر لاره وو، نوم ليکلی او بل ځل يې د جلال اباد ښار دوه سرکې سيمه کې چې اوس مېشت دي، سروې کړې خو تر اوسه مرستې نه دي ور رسېدلې.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست د مسوولينو په وينا، تر اوسه د خوږياڼو، حصارک او شېرزادو ولسواليو ۴۰۲۰ کورنيو دوی ته د مرستو لپاره عريضې کړې دي.

د کډوالو ریيس نجيب الله قيومي پژواک اژانس ته وويل، دوی تر اوسه د ۱۵۰۰ کورنيو سروې کړې او نن او پرون يې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنيو ته مرستې هم رسولې دي.

نوموړي وړاندې وويل: ((له هرې کورنۍ سره ژمنۍ مرستې شوې چې په هغو کې کمپلې، ژمني لباسونه، د اشپزخانې وسايل او نور شامل دي او دغه راز د څلورو مياشتو لپاره اوړه، غوړي او نور توکي هم ورکړل شول.))

هغه زياته کړه، د دوی د سروې ټيمونه لګيا دي کورنۍ سروې کوي، خو دا چې کورنۍ په بېلابېلو ځايونو کې مېشتې دي، نو ځکه سروې ټکنۍ مخکې روانه ده.

په همدې حال کې په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل چې د شېرزادو او حصارک ولسواليو عملياتو کې يو شمېر کلي له وسله والو پاک شوي او لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه عمليات به تر هغه دوام ولري چې دواړه ولسوالۍ له وسله والو پاکې شوې نه وي.

Visits: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.