Pajhwok Afghan News

ډاياګ: د شمال زون له وسلو پاکې شوې ۱۸ ولسوالۍ بېرته له ناقانونه وسلو ډکې شوې دي

مزارشريف (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۹): په شمال کې د ډاياک يا بې وسلې کولو پروګرام مسوولين وايي چې د دغه زون هغه اتلس ولسوالۍ يو ځل بيا د ناقانونه وسلو پر ډيپوګانو بدلې شوې چې د ډاياک په لومړي پړاو کې له وسلو پاکې شوې وې.

په شمال کې د ډاياک پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان عابد دغه څرګندونې د سلواغې په ۲۸مه د بلخ امنيې قوماندانۍ له خوا ډاياک ته د ۱۹۳ ميله نيول شوو وسلو سپارلو پروګرام کې وکړې.

نوموړي وويل، په پيل کې په شمال زون کې پنځه سوه ناقانونه وسله وال ګروپونه پر فعاليت بوخت وو خو په وينا يې چې اوس دغه شمېر لس برابره زيات شوی دی.

هغه زياته کړه: ((د ډاياک پروګرام په پيل کې زموږ کشفي معلومات دا وو چې په شمال زون کې پنځه سوه ناقانونه وسله وال ګروپونه فعاليت لري، خو کله چې دلته امنيتي وضعيت خراب شو او جګړه زياته شوه نو تازه  ارقام ښيي چې په بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب ولایتونو کې پنځه زره نامسوول وسله وال ګروپونه فعاليت کوي.))

جنرال عابد په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې ياد ناقانونه وسله وال په سيمه ييزو زورواکو، قاچاق وړونکو او پخوانيو قوماندانانو پورې تړلي دي.

نوموړي وويل: ((موږ د ډاياک په لومړيو کې شمال زون کې ۱۵۰ وسله وال ګروپونه بې وسلې کړي وو او ۱۸ ولسوالۍ مو د ناقانونه وسلو له شتونه پاکې اعلان کړې وې؛ خو له بده اوس هماغه اتلس ولسوالۍ بيا د ناقانونه وسلو پر زېرمو بدلې شوې دي.))

په ورته مهال د بلخ ولايت مقام مرستيال غلام فاروق خپلواک رسنيو ته وويل چې د بلخ سيمه ييزه اداره د ناقانونه وسله والو پر ضد جدي اقداماتو ته ژمنه ده.

هغه زياته کړه چې امنيتي ميثاق په بلخ کې د پلي کېدو په حال کې دی چې ورسره تر ډېره د ناقانونه وسله والو مخه نيول شوې ده.

د خپلواک په خبره، امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه شوې چې په بلخ ولايت کې به په جدي ډول د نامسوولو وسله والو او مجرمينو د فعاليت مخه نيسي.

د بلخ امنيه قوماندان سمونوال سيد معراج الدين سادات پژواک ته وويل چې پوليسو په تېرو څلورو میاشتو کې په مزارشريف کې ۴۳۷ کسان د قتل، اختطاف او غلاوو په تور نيولي دي.

نوموړي وويل چې ډېری دغو کسانو له ناقانونه وسلو په استفادې پر جرايمو لاس پورې کړی دی.

امنيه قوماندان زياتوي، له نيول شوو مجرمينو ۱۹۳ ميله مختلف النوع وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلې چې په وينا يې نن دوی ډاياک پروګرام ته وسپارلې.

هغه وايي: ((کورنيو چارو وزارت او د بلخ امنيې قوماندانۍ د پوليسو هر منسوب ته جدي لارښوونه کړې چې په مزارښار کې به په هېڅ صورت ناقانونه وسله والو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي او پر وړاندې به يې جدي او قانوني اقدامات کوي)).

په شمال زون کې د ډاياک يا وسلو ټولولو پروګرام مسوول همدا راز وويل چې په دغه زون کې د ناقانونه وسلو موجوديت کره شمېره تر اوسه نه ده معلومه شوې.

Views: 96

Exit mobile version