Pajhwok Afghan News

د کندهار خلک: که جګړه ونه درېږي، باغونه او کروندې مو له منځه ځي

کندهار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۹): د کندهار جګړې ځپلو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، که جګړه دوام وکړي او دوی خپلو کورونو ته ستانه نه شي، باغونه او کښتونه به یې وچ شي او په دې توګه به دغه ولایت ته لوی اقتصادي زیان واوړي.

د کندهار ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي هغه ولسوالۍ دي چې د انارو، انګورو او نورو مېوو باغونه په کې دي خو له تېرو څو میاشتو راهیسې د سختو جګړو شاهدې دي او ډېری اوسېدونکي یې کډوال شوي دي.

دوی وايي، جګړې وار له مخه بڼوالۍ او کرنې ته درانه زیانونه اړولي، ګڼ باغونه او کورونه ویجاړ شوي، په زرګونو کورنۍ کډوالې شوې، خو که حالت همداسې دوام وکړي نو په یوه لویه غمیزه به واوړي.

د ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي اوسېدونکي میراجان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې شاوخوا څلور میاشتې مخکې په داسې حال کې جګړې پیل شوې چې د انارو د حاصلاتو ټولولو وخت و.

دی وايي، یو ځل هغه مهال خلکو سخت زیان ولید؛ ځکه اړ شول چې خپل کورونه او باغونه پرېږدي او سرونه خوندي کړي، له همدې امله خلک ونه توانېدل چې ژمني فصلونه وکړي.

نوموړی زیاتوي، اوس چې ژمی په تېرېدو دی، د پسرلي په راتګ باغونه او کروند سمبالتیا او اوبو ته اړتیا لري خو جګړه لا هم روانه ده، کلي تش دي، په باغونو کې د جګړې ښکېلو لورو له خوا خزې جوړې شوې، لارو کې ماینونه خښ شوي دي.

دی وايي، خلک له دواړو لورو د جګړې درولو او اوربند غوښته کوي، څو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او خپلو باغونو او کروندو ته ورسېږي.

د ده په خبره، له ارغنداب او نورو ولسوالیو په زرګونو بېځایه شوې کورنۍ په بد وضعیت کې ژوند کوي او د جګړې پای ته شېبې شمېرې.

د پنجوايي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ملا باران پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې ولسوالۍ هم د روانې جګړې له امله په زرګونو کورنۍ بېځایه شوې او د هغوی باغدارۍ تږ کر کیلې ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

ده زیاته کړه، په ولسوالیو کې د خلکو ژوند پر باغدارۍ، مالدارۍ او کرکیله ولاړ دی، کله چې دا نه وي نو ژوند په ټپه ولاړ دی.

ملا باران هم وايي، د جګړې ښکېل لوري باید د خلکو دغو او نورو ستونزو ته په کتو جګړه ودروي او اوربند وکړي.

د ارغنداب ولسوال انجنیر محمد شریف وايي، د وروستیو جګړو له امله د دې ولسوالۍ د ۳۹ لویو کلیو ۸۰ سلنه کورنۍ کډوالې شوې او ۸۰ سلنه کرنه زیانمنه شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې وسله والو په دې ولسوالۍ کې جګړه پیل کړې ده، د خلکو کورونو، باغونو او ټولګټو بنسټونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړه، وسله والو د ولسوالۍ په ټولو لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړي چې خلک پرې له وېرې تګ راتګ نه شي کولای.

ولسوال وویل، د جګړې له امله د خلکو کورونه او باغونه ویجاړ شوي او وسله وال ترې د جګړې لپاره د مورچو کار اخلي، ان په کورونو کې یې مورچې چوړې کړې او کوټې یې یو او بل ته سورۍ کړې دي.

د دې ولسوالۍ پر ۹۰ سلنه ځمکه د انارو او انګورو باغونه دي او پر پاتې لس سلنه ځمکه غنم، جوار، ماش او سابه کرل کېږي.

دی هم وايي چې اوس خلک په دې تمه دي چې د پسرلي له راتلو مخکې ولسوالي له وسله والو پاکه شي او دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کندهار جګړه ځپلو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو ته په کتو د کندهار د ولسي علماوو ټولنې د یوه لیک له لارې د جګړې پر ښکېلو غاړو د جګړې درولو او اوربند غږ کړی دی.

دوی هم د روان وضعیت له امله خلکو ته پر اوښتو زیانونو اندېښنه ښيي او وايي، له یوې خوا وچکالي ده او له بلې خوا په یادو شوو ولسوالیو کې جګړه روانه ده؛ که حالت همداسې دوام کوي نو د خلکو کرکیله او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ کوي.

په عین حال کې د خرقې مطهرې متولي او د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد مسعود اخندزاده هم د ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو قومي مشرانو په ملتیا د کندهار له والي سره لیدلي او د هغوی دا ستونزې یې له هغه سره شریکې کړې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د کندهار په یادو مهمو کرنیزو ولسوالیو کې روانو جګړو خلکو ته درانه اقتصادي زیانونه اړولي او اوسېدونکي یې د جګړې درېدو غوښتنه کوي څو هغوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي.

دی وايي، د خلکو دا ستونزې یې د ولایتي او مرکزي ادارې تر چارواکو رسولې او له هغوی یې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د خلکو دغو غوښتنو ته په ځواب کې وايي چې تر اوسه د دوی له لوري پر اوربند موافقه نه ده شوې.

هغه پژواک اژانس ته وویل، په یادو  ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو له خوا جګړه او بمبار پیل شوی او د عامو خلکو ژوند یې ګواښلی او ستونزې یې ایجاد کړې دي.

د ده په وینا، د دوی لوری ولس ته اذیت او ازار نه رسوي.

خو د کندهار والي روح الله خانزاده وايي، اوربند او ولس ته د ارام ژوند شرایط برابرول د حکومت او ولایتي ادارې لومړيتوب دی.

دی زیاتوي، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تل د خپل ولس د ارامۍ لپاره قرباني ورکوي او د هغوی د سر او مال ساتنه کوي.

ده خبر ورکړ چې په یادو ولسوالیو کې چاڼیز او تصفیوي عملیات په بریا مخ ته روان دي او ډېر ژر به د دغو ولسوالیو اوسېدونکي خپلو کورونو ته ستانه شي.

خو ده یادونه وکړه چې یوازینۍ ستونزه پر عمومي او فرعي لارو د ماینونو ده چې امنیتي ځواکونه یې په شنډولو بوخت دي او کله چې دا ګواښ ختم شي نو خلکو ته به خپلو سیمو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

Views: 27

Exit mobile version