ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت او طالبانو مشرانو ته پرانيستى ليک

د عبدالوحيد وحيد ليکنه

درنو مشرانو!

سلامونه، احترامات او د درنښت مراتب درته وړاندې کوم، زما خبرې د هيچا لپاره په هيڅ ډول ګواښ، توهين او توبيخ نه، بلکې د ولس غږ او که احياناً تاسو ورسره توافق نه لرئ، نو له جګړو څخه د يوه ستړي شوي، ستومانه شوي دردمن زړه تنده ماتول يې وګڼئ !

نه درسره دښمني او نه عقده لرم، ډېر مشترکات سره لرو خو ځينې يې يو لورى او ځينې يې بل لورى نه مني، البته دا هېواد زموږ او ستاسو ګډ کور دى او هيڅوک ترې انکار نه شي کولاى، د دغو مشترکاتو پربنسټ درسره خبره کوم.

نه د چا مامور او لله الحمد تر اوسه داسې شخص نه ده راسره مخ شوى چې زما د ديکتې کولو جرئت يې کړى وي، يوازې دومره غواړم چې د اويايمې لسيزې د ناورين د تکرار مخنیوى وکړو، بيا د حکومت د نسکورېدو، د کابل ورانولو، کډوال کېدو، ګاونډيانو ته د مرستو لاس غځولو او بيا په هېواد کې د ملوک الطوائفي او انارشي ترخو تجربو ليدو توان نه لرم.

جګړه او د يو بل وژل يقيناً د حل لاره نه ده، د افغانانو ترمنځ جګړه يقيناً يوازې د افغانانو دښمن ته ګټه رسوي، کله د کابل، ننګرهار او نورو ولايتونو په پليګونونو کې د زرګونه ژونديو لاس تړلو وژل شويو افغانانو هډوکو ته ځير شوي ياست؟

کله مو په کورنیو جګړو کې د کنډواله شوي کابل نړېدلو ديوالونو ته په رډو سترګو کتلي دي؟

کله مو په ټولنيزو رسنيو کې د کورنۍ جګړې د عاملينو په اړه د ولس غبرګون ته سر ورښکاره کړى؟

که مو داسې کړي وي، نو ټکان مو و خوړ که نه؟

ايا پوه نه شوئ چې د افغانانو په وژلو باندې ارګ نيول کېداى شي خو حکومت نه شي کېداى؟

د دواړو خواوو، په ځانګړي ډول حکومتي ويندويان او خواخوږي يې مخالف لوري ته خورا زياتې سپکې سپورې وايي او پېغورونه ورکوي، دا د سولې، پوهې، منطق او استدلال ژبې لهجه نه، بلکې د جګړې ژبه ده.

ايا پوهېږئ چې ستاسو له خوا وژل شوي انسانان، يرغلګر يهود او متجاوز پنجابيان نه وو؟ د خپلې افغانې خورکۍ د اوربل ګل مو وريژاوه، افغانه مورکۍ مو بوره کړه او د افغان بوډا پلار ملا مو ماته کړه، نو دا کوم د وياړ ځاى دى؟

اوس زموږ لپاره د سولې يو استثنايي فرصت برابر شوى، له لاس ته راغلي فرصت څخه ګټه پورته کړئ، موږ پوهېږو چې تاسو سوله يوازې د خپل واک لاندې متصوره کڼئ، موږ مو په ټولنه کې اغېزې، نفوذ او رول منو، خو د خپلمنځي باور د نشتون له امله داسې سوله چې د جګړو يوه خوا حاکمه وي اقلاً د اوس لپاره ناشونې ده.

اوس دواړو خواوو ته څرګند پيغام لرم، هغه دا چې يو بل ته له خپلو بېځايه غوښتنو تېر شئ، له يو بل سره د ګډ کار کولو او په ګډه د دغه ګډ هېواد جوړولو ته ملا وتړئ، پردي به حتماً يوه ورځ ځي، خو له خپلو څخه خلاصون نشته، له يو بل سره د ورورۍ په فضا او سوله ييزه توګه د اوسېدو هنر زده کړئ، خپلواکي، افتخارات او سرلوړي له همدغه ځایه پيلېږي.

که مو جګړو ته دوام ورکړ، نو نه ازادي او نه خپلواکي شته، نه به اسلامي نظام نافذ کړئ او نه هم ولا که ديموکراسۍ ته د عمل جامه ور واغوندئ، تل تر تله به مو پردي د اړتیا پرمهال کاروي او بيا به مو په ټوکرۍ کې اچوي.

ښاغلى غني!

ستا د څو ورځو مخکې خبره په خپل ذات کې عيبجنه ده، خو له واک سره د مينې په برخه کې ستاسو حال او ماضي ته په کتو عجيبه نه ده چې وواياست؛ ترهغو چې تاسو ژوندي ياست، طالبان به د موقت حکومت رنګ درڅخه ونه ګوري، موږ مو لا د مخه پېژنو چې د خپل واک ساتلو په موخه ټول ولس څه چې دغه هېواد هم قرباني کولاى شئ، ملي افتخارات هم ليلامولاى شئ او له هر پردي سره هر ډول معامله ترسره کولاى شئ، مګر دغه ځانګړتياوې د حاکم د همت شجاعت او شهامت نښې نه دي، تاريخ به ستاسو په اړه حتماً قضاوت وکړي، موږ درڅخه په نامسولانه او له شرط پرته د واک پرېښودو غوښتنه نه کوو، يوازې دومره غواړو چې که طالبان سوله له واک څخه ستا له ګوښه کېدو سره تړي او نړيواله ټولنه يې ترشا درېږي، نو بيا انکار کول يقيناً راته له ولس اوهېواد سره جنايت ښکارېږي.

ولسمشره!

د ولس له خوا ټاکل کېدو او منتخب ولسمشر په دعوه کې مو وزن نشته، منم چې تاسو له قانوني سرچینو څخه منتخب ولسمشر اعلان شوئ، خو په ټاکنو کې د پراخو درغلیو لږ شمېر رايو، له تاسو څخه سربېره ډاکټر عبدالله عبدالله د منتخب ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کول او بيا ستاسو له خوا ورسره د اساسي قانون د غوښتنو په خلاف د واک د وېش په فارمولا معامله کولو ستاسو مشروعیت تر جدي پوښتنو لاندې راوست. د سولې په تړاو له پاکو ولسي هيلو سره لوبې مه کوئ، لږ فکر وکړئ چې په هېواد کې هره ورځ د جګړې له امله وژل شوي ځوانان هم ستاسو د اجمل غني او مريم غني په څېر مور او پلار لري، زړونه يې سوري شوي، اهونه يې اسمان ته پورته کېږي، د اولاد بېلتون او د يتيمانو چيغو يې روح ورته نا ارامه کړى دى.

د ملت په زړونو کې به مو يقيناً ځاى نيولى واى چې مو ويلي واى:”که طالبان په رښتيني ډول د سولې ضمانت ورکړي، نو ولسمشر غني د واک قرباني خو څه، آن چې د خپل ژوند قرباني هم ورکولاى شي.”

ستا او ستاسو د انډيوالانو کور ته لا هم په جګړه کې د خپل فاميل د وژل شوي غړي جسد نه دى دروړل شوى، تاسو په زرې موټرو کې ګرځئ، تاسو د خپل خونديتوب لپاره ځانګړى ګارد لرئ او د مضبوطو سيمټي ديوالونو تر شا ژوند کوئ، تاسو په ډېر څه پوهېږئ خو افغان دودونه او اسلامي تمدن نه پېژنئ، تاسو د افغاني ټولنې د څلورو لسيزو د ناورين په تړاو درک نه لرئ، تاسو د جګړې د ډکر ناخوالې نه شئ حس کولاى، تاسو په ښارونو، کليو او بانډو کې د فقر، جګړو او د چارواکو د فساد له امله په ولس باندې روانه فاجعه نه شئ حس کولاى او يا هم د خپلو نږدې ملګرو له خوا په تيارو کې ساتل شوي ياست، تاسو او ډلګۍ مو د سولې په اهميت او اړتیا باندې نه پوهېږئ او تاسو د سولې لپاره د قيمت ورکولو تيارى نه لرئ، په دغو پورته نيمګړتياوو مو فکر وکړئ او د ولس دردونه درک کړئ.

ښاغلى ملا برادر اخنده!

لږ مو په حقایقو خبروم، لږ مو غوږونه در خلاصوم، لږ هغه خبرې درسره شريکوم چې تاسو يې د اورېدو عادت نه لرئ، نن ستا د ناخبره مداحانو په څېر نه، بلکې د تېرو څلورو لسیزو د ناخوالو فاجعو ناورينونو او تربګنيو د يوه ژوندي دردېدلي، ځورېدلي، کړېدلي او ستړي شوي شاهد په توګه د سر د امن په هيله درته مخاطب کېږم.

ملا صاحب محترمه!

لږ د هوا له اوږو څخه را کوز شئ، د ولس په اوسني حال زړونه وسوځوئ، د مظلوم ملت په زخمونو پټۍ کېږدئ، د خپلو خلکو د فقر، غمونو، دردونو، اندېښنو، اهونو، اوښکو، فريادونو او واويلا تر شا د پرتو لاملونو عمق ته ځانونه ورسوئ، احساسات کله کله سپېڅلي وي، خو ډېرى وخت واقعيتونه نه منعکس کوي. په يوازې سر د حکومت کولو او د واک د انحصار فکر مو له ذهن څخه وباسئ، دغه ډول خيالاتو او ارادو له تېرو څلورو لسیزو راهيسې ډېر مشران ناکام کړل، که هېواد کنډواله او ځوانان مو ټول د جګړې خوراک شي، نو بيا به حکومت په چا باندې کوئ؟

ياد لره چې ټوپک تل د هيچا په اوږه نه ده پاتې شوى، امپراتوريانې ونړېدې، شاهنشاهان نسکور شول او بوتان را پرېوتل.

واورئ چې په روانه جګړه کې غني، صالح، دانش او نور لوړپوړي چارواکي نه وژل کېږي، د هغوى اولادونه هم په مطلق ډول خوندي دي، په جګړه کې د غريب ولس زامن وژل کېږي، که واقعاً په سوله او مصالحه باور لرئ، نو د پرديو هېوادونو له تريبيونو څخه له ابهاماتو ډکې غوښتنې مطرح کول پرېږدئ، په دوحه کې د حکومتي مذاکراتي پلاوي په وړاندې په څرګنده توګه د سولې لپاره ټولې غوښتنې او يوې جامع سولې ته د رسېدو لپاره بشپړ پلان وړاندې کړئ. الهي احکامو په رڼا او د ايماني فراست په مظاهره کولو د خپل ولس غوښتنو ته د تسليمي سرونه ښکته کړئ، ستاسو له ځينو پخوانیو کړنو سره د ولس او د نړيوالو حساسیتونه، اندېښنې په نظر کې ونيسئ او د وخت له غوښتنو سره سم د عمل وړ، منطقي او په عيني واقعيتونو ولاړه د سولې تګلاره وړاندې کړئ، که داسې مو وکړاى شول، ولس به مو يقيناً ترشا ودرېږي، مګر خداى دې نه کړي که مو لاسته راغلى فرصت ضايع شو، نو راتلونکى نسل به د دين په تړاو خورا منفي ذهنيت واخلي او پايله به يې بوږنونکې وي.

يادونهدغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 279

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.