Pajhwok Afghan News

امنیتي سرچینه: هرات کې شپږ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي  

هرات ښار (پژواک، ٧ کب ٩٩): د هرات امنیتي سرچینې وایي چې په یوه موټربم بريد  کې شپږ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي؛ خو د هرات والي دغه پېښه کې د درې کسانو ټپي کېدل تاییدوي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه شاوخوا لس بجې د کهسان ولسوالۍ قدوس اباد سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته  موټربم بريد کړی دى.

هغه زیاته کړه چې دغه بريد کې درې ولسي پاڅون کوونکي ټپیان شوي دي.

د ده په وینا، طالبانوله موټربم چاودنې وروسته پر پوسته وسله وال برید کړى؛ خو کومانډو ځواکونه او ملي اردو سیمه ته رسېدلي، او طالبانو ته یي مرګ ژوله اړولې ده.

خو په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې دغې پېښه کې شپږ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د دغې پېښه مسوولیت وسله والو طالبانو منلى.

د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي وایي چې دغه برید کې ١٢ سیمه يیز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

احمدي زیاته کړه چې په دغې نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Views: 16

Exit mobile version