ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Mar 2021 - 14:29
author avatar
4 Mar 2021 - 14:29

زمبابوې له افغانستان څخه لومړۍ  ټست لوبه وګټله او له افغانستان سره یې د پنځو ورځو لوبه په دوو ورځو کې ختمه کړه، باید داسې نه وای شوې. اصغر افغان د افغانستان د دغې لویې ماتې عمده علت د ویزو ستونزه وګڼله او وویل چې نیم لوبغاړي کابل او نیم اماراتو کې وو او دغه ټست ته یې ښه امادګي نه وه نیولې.

که زه وای ما له ښاغلي افغان څخه دا پوښتنه خامخا کوله چې تاسو خو له ډېره وخته اماراتو کې وای، تاسو ولې بېټېنګ ونه شو کړای؟

افغانسان ولې وبایلله؟

د پچې له ګټلو وروسته په داسې باونسي او شنه ویکټ باندې د بېټېنګ پرېکړه ډېره حیرانوونکې وه او له هماغه اول سر څخه یې د افغانستان ماتې ته لاره هواره کړه. کرکټ بورډ باید له کپتان او ټولو روزونکو څخه د دغې پرېکړې جدي پوښتنه وکړي.

په داسې باونسي پچ کې د یو فسټ بالر لوبول د ماتې بل علت و، زمبابوې یوه ریګولر سپینر هم نه لره او درې تیز بالران یې اچولي وو، خو افغانستان بر عکس درې ریګولر سپینران ولوبول. بیا هم په دې عجیبې پرېکړې کپتان او روزونکي مسول دي.

افغانستان دا لوبه د خراب بېټېنګ له کبله وبایلله.

تر نورو ډېر باید اصغر افغان، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي او افسر ځاځی ډېر ګرم وګڼل شي. دوی د افغانستان مهم او مجرب بیتسمنیان دي خو مهم وخت کې خپل مسولیت نشي ادا کولی. افغانستان په ۳۸ منډو کې د زمبابوې څلور لوبغاړي اوټ کړي وو، خو دوه مهم سینر او مجرب لوبغاړي شان ویلیمس او سکندر رضا یې راووتل او شاوخوا ۹۰ منډو ملګرتیا یې وکړه. چې د مخالف ټیم سینر لوبغاړي یې کولی شي، د افغانستان دا سینر یې ولې نشي کولی؟ ځواب دې ووايي!

آیا ټیم کې ځوانان ډېر وو؟

هغوی ته چې د دغې ماتې پړه یو ډول په ځوانانو وراچوي باید وویل شي په دغه ټیم کې یوازې درې نوي ځوانان ملک، واسع او منیر وو چې داخلي لوبو کې ښه ځلېدلي وو او حق یې دی چې ملي ټیم ته راشي. له دغو دریو لوبغاړو پرته په ټیم کې نور ټول هغه لوبغاړي وو چې د ټسټ، یوې ورځنیو او شل اوریزو سلګونه لوبې یې کړي دي. بنآ، په یوې لوبې او دوو لوبو کې د د دغو دریو او نورو ځوانانو په لوبو او استعداد قضاوت ډېر غیر مسلکي او بي انصافي ده. څومره لوبې چې دغو سینر لوبغاړو کړي، د دوی ۳۰-۴۰ فیصده چانس تاسو همدغو ځوانو لوبغاړو ته ورکړئ، بیا پرې قضاوت وکړئ؟ ځوان لوبغاړي زموږ د کرکټ آینده دي او باید مسلسل ولوبول شي چې پاخه شي.

د دغې لوبې دوه درې مثبت ټکي

دویم انېنګز کې د ابراهیم ځدران ۷۶ منډې او د حمزه هوتګ شپږ ویکټې د افغانستان لپاره مثبت ټکي وو. ابراهیم ځدران ځوان دی، له تخنیکي پلوه ډېر دقیق، ځېرک، باحوصله او باډسپلین لوبغاړی دی. افغانستان کرکټ بورډ ته ښايي چې یوې ورځنیو لوبو کې ملي ټیم ته د اوپنر په توګه د ابراهیم په راوستلو کې جدي اقدام وکړي. ګربز او ابراهیم بهترین اوپنېنګ جوړه کېدای شي.

حمزه هوتګ د ټست لوبو بهترین بالر دی چې په هر کنډېشن کې خپل مسولیت ادا کولی شي.

د بالینګ تر څنګ د ځوان لوبغاړي واسع د بېټېنګ سټایل، تمرکز، حوصله، تر فشار لاندې حالت کې لوبه کول او تخنیک د ده د ښې راتلونکي نښې دي.

د ده، عبدالملک او منیرکاکړ لوبول ډېر یو مثبت ګام وو.

ولې ډېر فرسټ کلاس او ټست لوبې؟

حقیقت دا دی چې افغانستان له ټست کرکټ څخه څو کاله شاته دی. خو استعداد او ظرفیت لري او تر دې ښه لوبه کولی شي.

افغانستان د دغه اصلي کرکټ لپاره باید یوه مشخصه تګلاره ولري چې شاید یې ولري. خو عملي کول یې مهم دي. افغانستان باید په کور دننه فرسټ کلاس لوبې او د باندې ټست لوبې زیاتې کړې.

فرست کلاس لوبو کې باید باونسي او ګراسي پچونه جوړ کړي او له کوم توپیر پرته ټول ملي او ځوان لوبغاړي مجبور او مکلف کړي چې فرست کلاس لوبې وکړي.

افغانستان باید له نورو هېوادونو سره د ټست لوبې او سیریزونه ترتیب کړي، څومره ډېر سیریزونه او لوبې چې کوو، هماغومره پخیږو او ښه کیږو. هو، کرکټ د یوې ورځې، یو کال او دوو کلونو لوبه نه ده، دا یوه روانه لوبه ده او دوامداره او اوږدمهال پلانونه او ستراتیژي غواړي.

تر څنګ د الف او ایمرجېنګ ټیمونو جوړولو او هغوی ته هم له نورو هېوادونو سره د سیریزونو ترتیبول زموږ د کرکټ بنسټونه غښتلي او آینده مو مطمین کوي.

له زمبابوې سره بله ټست لوبه راروانه چهارشنبه ده، مطمین یم چې افغانستان به تر دې ډېره ښه لوبه کوي او باید یې هم وکړي چې سیریز مساوي شي. ان شاء الله بل ټست کې به راشد هم وي!

د افغانستان د بري په هیله!

په انګلستان کې کې د ۲۰۱۹ کرکټ‌ په نړیوال جام کې پر بنګله دېش د لوبې له بایللو وروسته مې په خبري کنفرانس کې له کپتان ګلبدین نایب څخه وپوښتل: افغانستان لوبې بایلي، اخر د دغو ماتو مسولیت د چا په غاړه دی؟ سړي وویل: که هېڅوک یې نه اخلي، زه کپتان یم زه یې مسولیت اخلم. د دغو خبرو ویدیو اوس هم راسره شته.

دا خبره مې پر زمبابوې د ټست لوبې له بایللو وروسته د کپتان اصغر افغان په خبرو پورې وکړه. هغه وویل: دا لوبه مو ځکه وبایلله چې د ویزو ستونزه وه، نیم ټیم کابل او نیم اماراتو کې و، سمه امادګي مو نه ونیوله.

زما معلومات دا دي چې اصغر افغان او ځينې نور سینر لوبغاړي له جنورۍ راهېسې اماراتو کې وو، د بورد په مصرف یې تمرینونه کول؟ ولې مو بېټېنګ ونشو کړای؟

په دومره ساده ډول له مسولیت څخه اوږې سپکول عجیب دي؟

د پچ معلومول او اروزل د چا کار دی؟

د ټیم ټاکل او په اړه یې تصمیم نیول د چا کار دی؟

د بېټېنګ ارډر تنظیم د چا کار دی؟

د ۱۱ لوبغاړو ټاکل د چا کار دی؟

د دغو کارونو ډېر مسولیت چاته مخامخ دی؟

د هر کپتان اول هدف د لوبو ګټل وي. کپتاني ویاړلې دنده ده خو مسولیت یې هم دروند دی، دا په دې مانا نه ده چې لوبې ګټي، نوش جان، خو چې و دې بایلله، د دې په ځای چې خپلې تېروتنې ومنې او د تېروتنو د تکرار د مخنیوي پلان جوړ کړي، برعکس ملامتي له ځانه لېرې کړي. زه دا خبرې عمومي کوم، هدف مې احمد او محمود نه دي، هر څوک چې د افغانستان د ټیم کپتان وي، د خپل هېواد د لوبډلې د هر بري او ماتې مسول دی. که هغه هر څوک وي. کپتان باید داسې وي چې د مخالف ټیم ډېر فشار کنترول کړي. مشر او رهبر وي. ټیم ته مورال ورکړي، په خپله په لوبه کې مهمه ونډه ولري، حالت د خپل ټیم په ګټه وکاروي، ستراتیژیست وي، تیز فکر ولري، د لوبغاړو په انتخاب کې مخلص وی، بصیرت ولري او د نورو لوبغاړو لپاره بهترینه نمونه وي.

زموږ کپتان تر دې دمه پنځه ټست لوبې کړي دي او په نهو انېنګزونو کې ۲۷۶ منډې کړي او لا سنچري نلري؟

د اس پي ان د معلوماتو په اساس ۲۸ فرسټ کلاس لوبې یې کړي او لومړی فرسټ کلاس لوبه یې آن په ۲۰۰۹ کې د زمبابوې د الف ټیم خلاف کړې او په نهو منډو اوټ شوی دی. او له زمبابوې سره یې دا تازه ټسټ لوبه کې په دوو انېنګزونو کې ۳۰ منډې ونکړې.

زموږ د کپتان بېټېنګ ارډر لا هم معلوم نه دی، کله درېیم، کله پنځم او کله اووم راوځي. یو ځل خو اوپنر هم وتلی و.

له زمبابوې سره په اوم نمبر میدان ته راښکته شو او نوي ځوان چې اوله لوبه یې وه، تر ځان مخکې میدان ته واستوه. د کرکټ مبصر مشتاق رحیم لیکلي چې اصغر افغان ځکه دا ځوانان تر ځان مخکې واستول چې په خپله داسې وخت کې میدان ته راووځي چې بال ښه زوړ وي او بیا دی اسان بېټېنګ وکړای شي.

ښه، تر فشار لاندې سخت حالت کې سینر لوبغاړي او په خاص ډول کپتان ښه حالت کنترولولی شي که هغه ځوان لوبغاړی چې اوله لوبه یې وي؟

بیا هم هماغه پوښتنه، د دغو پرېکړو مسول څوک دي او څوک یې باید ځواب ووايي؟

زموږ کپتان شاوخوا ۱۱۴ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي، خو د منډو اوسط یې شاوخوا ۲۵ دی؟ تاسو یې د بنګله دېش، سریلانکا، پاکستان او هند له کپتانانو سره مقایسه کړئ.

که د افغانستان په نورو لوبو کې د ځینو مشخصو لوبغاړو پرفارمنس او کارکردګي نه وي، فکر نه کوم چې موږ دې ډېرې لوبې وګټو. زمبابوې سره یې ټست ښه مثال دی.

Visits: 1023

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.