Pajhwok Afghan News

حضرت علي د ټولشمول حکومت مشروط ملاتړ وښود

حاجی حضرت علی

جلال اباد (پژواک، ۱۶ کب ۹۹): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي وايي، په هېواد کې ناامني، هدفي وژنې، بمي چاودنې او نورې پېښې اوج ته رسېدلې او د دې لړۍ ختمېدو لپاره دې بېړنی اوربند اعلان شي او سوله دې وشي.

نوموړي چې د کب په ۱۶مه يې جلال اباد ښار کې د خپلو پلويانو په يوه ولسي غونډه کې خبرې کولې، ټينګار يې وکړ، که سوله ونه شي نو ستونزې به لا ډېرې شي.

د ولسي جرګې دغه غړی په ټول هېواد، په ځانګړې توګه کابل او ننګرهار کې امنيتي وضعيت د ډېرې اندېښنې وړ ګڼي او نيوکه کوي چې امنيتي ادارې يې په مهارولو کې پاتې راغلې دي.

حضرت علي وويل: ((تر دې نور څومره سخته پر موږ راځي، اولاد مو مړ کېږي، بې عزته يو، تور سرې مو خوندي نه دي، راځئ سره يو شو.))

نوموړي پر ولس غږ وکړ چې په هېواد کې د روانو ناخوالو لپاره سره لاس يو کړي، پر وسله والو طالبانو او افغان حکومت غږ وکړي چې نور د خپلو شخصي ګټو په خاطر جګړو ته دوام نه ورکوي او بېړنی اوربند او سوله دې وکړي.

د ولسي جرګې دغه غړی اندېښمن دی چې په اوس وخت کې يو شمېر نورې کړۍ راپيدا شوې څو د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، د هدفي وژنو او چاودنو په ترسره کولو طالبان بدنام کړي چې سولې ته ژمن نه دي.

ده زياته کړه: ((زموږ د ملت غږ دا دی چې ژر تر ژره بايد ډز بند شي او دغسې سوله غواړو چې د افغانستان د ولس او د دې ملت د خير وي او په اينده او يوه ځای کې وکولی شو چې ژوند وکړو.))

د هغه په وينا، داسې سوله افغانانو ته د منلو نه ده چې له يوې خوا بې ګناه مرګونه کېږي، جګړې ته دوام ورکول کېږي او له بلې خوا د سولې غږونه بدرګه کېږي.

د ولسي جرګې غړي حضرت علي دغه راز غوښتنه وکړه، که د سولې راوتلو لپاره يو ګډ حکومت رامنځته کېږي نو هېڅوک يې بايد د خپل قدرت او چوکۍ د دوام لپاره مخه ونه نيسي او ټول يې بايد ملاتړ وکړي، خو شرط به يې دا وي چې په ټول هېواد کې به جګړو ته د پای ټکی اېښودل کېږي.

د يادونې ده، د امريکا ځانګړى استازى زلمي خليلزاد چې تېره اوونۍ کابل ته راغلى و، له افغان مشرانو سره د ليدنو پر مهال یې د ټولشمول حکومت طرحه وړاندې کړې ده.

Views: 334

Exit mobile version