Pajhwok Afghan News

چارواکي: طالبانو کندهار کې درې سرتېري او ٥٠ ملکي وګړي له زندانه خوشې کړي

زندانیان

کندهار (پژواک، ۱۶ کب ۹۹): طالبان وايي چې په کندهار کې د بېلابېلو جګړو پر مهال نیول شوي ۵۳ تنه سرتېري یې خوشې کړي، خو امنیتي چارواکي وايي د خوشې شوو له ډلې يوازې درې تنه سرتېري او نور عام وګړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سرتېري د دوی د مشرتابه د عفوې د فرمان له مخې خوشې شوي دي.

دی وايي، خوشې شوي کسان هغه سرتېري دي چې په کندهار کې د بېلابېلو جګړو پر مهال نیول شوي وو.

د ده په خبره، یاد شوي ۵۳ سرتېري تېره ورځ خوشې شول او خپلو کورونو ته لېږل شول.

خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوشې شوو کسانو له ډلې درې یې سرتېري او پاتې نور ملکي وګړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه کسان تېره ورځ په شاولیکوټ ولسوالۍ کې خوشې شوي دي.

دی وايي، وسله وال تل ملکي وګړي ځوروي او له حکومت سره د همکارۍ په تور یې نیسي او بیا یې د خلکو د تېر ایستلو په موخه د سرتېرو په نوم خوشې کوي.

څو میاشتې وړاندې د دوحې تړون له مخې، د افغانستان حکومت زرګونه طالب بندیان او وسله والو طالبانو د افغان حکومت زر ته بندیان خوشې کړل.

له هغه را وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان يوځايي ۵۳ تنه بندیان خوشې کوي.

Views: 174

Exit mobile version