Pajhwok Afghan News

۲۰۷ ظفر قول اردو: په فراه کې د طالبانو موټربم برید پلان ناکام شو

فراه (پژواک، ۱۸ کب ۹۹): ۲۰۷ ظفر قول اردو وايي چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو موټربم برید پلان ناکام شو او دغه موټر موخې ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.

د یادې قول اردو په خبرپاڼه کې چې پژواک ترلاسه کړې راغلي، نن سهار طالبانو د فراه بالابلوک ولسوالۍ په شیوان کلي کې د ملي اردو پر پوسته د موټربم برید پلان درلود خو موټر موخې ته له رسېدو مخکې د دې قول اردو لومړۍ لېوا کنډک د امنیتي سرتېرو له خوا پېژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.

سرچینې لیکلي، د ملي اردو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

د عبدالهادي په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، یاده چاودنه ډېره قوي وه خو له دې امله یې د جزئیاتو اړوند معلومات نه لري چې دغه پوسته له کلي لرې په دښته کې پرته ده او د فراه ــ هرات لویه لار چې له دې سیمې تېرېږي هم له چاودنې وروسته د باري او مسافر وړونکو موټر پر مخ تړلې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 12

Exit mobile version