ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د پاکستان پوځ له مشر سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو غږېدلی

خليلزاد د پاکستان پوځ له مشر سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو غږېدلی

author avatar
9 Mar 2021 - 09:43
خليلزاد د پاکستان پوځ له مشر سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو غږېدلی
author avatar
9 Mar 2021 - 09:43

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٩): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې د نوو وړانديزونو او وروستيو پرمختګونو په تړاو د پاکستان د پوځ له مشر سره خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد پرون په راولپنډۍ کې د پوځ له مشر جنرال باجوه او د استخباراتي ادارې اى اېس اى له مشر جنرال حميد سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

خو په خبرپاڼه کې د دې ليدنې نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

بلخوا په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد په دې ليدنه کې د افغان سولې پروسې پر چټکتیا ټينګار کړى دى.

هغه زياته کړې چې پاکستان دې د سولې پروسې بريا او اوربند کولو کې خپل رول ترسره کړي.

زلمى خليلزاد چې د افغان سولې په تړاو په خپلو تازه هڅو کې تېره اوونۍ کابل ته راغلى و، له ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياسيونو سره وليدل.

هغه د سولې پروسې ته د چټکتیا ورکولو په موخه يو شمېر نوې طرحې له ځان سره راوړې او له دوى سره يې شريک کړې دي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکين هم ولسمشر غني ته په يوه استول شوي ليک کې د دغو طرحو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

Views: 144

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.