Pajhwok Afghan News

مسوولين: طالبانو د لوګر په دوو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي

پل علم (پژواک، ١٩ کب ۹۹): په لوګر کې حکومتي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي تړلي او په دغه برخه کې سرغړونکي يې پر مرګ ګواښلي دي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په څرخ او بره کي برک ولسواليو کې وسله والو طالبانو له څلورم ټولګي څخه پورته د نجونو ټول ښوونځي تړلي دي.

هغه وايي چې په يادو ولسواليو کې د نجونو ٣٠ ښوونځي له لسو ورځو راهيسې تړل شوي چې د بېرته خلاصولو لپاره يې هڅې روانې دي.

ده زياته کړه: ((د ښوونځيو آمرين، ښوونکي او زده کوونکي يې ګواښلي که چېرې ښوونځي ته ورشي، نو وبه وژل شي او هم به يې ښوونځي ته اور واچول شي.))

نوموړى وايي چې دغه موضوع د ولايت له مقام او امنيتي مسوولينو سره شريکه شوې ترڅو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.

همدارنګه د لوګر د ښځو چارو رييسې شيما زرګر پژواک ته وويل، که چېرې حکومت په بره کي برک او څرخ ولسواليو کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته خلاصولو لپاره جدي هلې ځلې ونه کړي، زرګونه نجونې به له زده کړو څخه پاتې شي.

ده زياته کړه: ((تراوسه د ياد ولسواليو لسګونه نجونو له موږ سره اړيکې نيولي او ويلي يې دي چې ښوونځي يې تړل شوي بايد د خلاصولو لپاره يې اقدام وشي.))

د بره کي برک ولسوالۍ د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي جميل پژواک ته وويل چې د طالبانو له ګواښ سره سم د نجونو ښوونځي تړل شوي او څلور لوڼې يې له زده کړو پاتې دي.

هغه وايي: ((د حوت په لسمه امتحانونه پيل شوي خو طالبانو د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي څوک نه شي ورتللى که ورشي طالبان يې وژني.))

همدارنګه د بره کي برک ولسوال احمد ويس عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي تړلي دي.

ولسوال وايي، هڅه کوي چې د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړتوب دغه ستونزه هوراه کړي.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې اړه معلومات کوي او بيا يې له پژواک سره شريکوي.

د يادونې ده چې له تېرکال راهيسې وسله والو طالبانو په لوګر کې ټولې ديني مدرسې هم د زده کوونکو پرمخ تړلې دي.

Views: 713

Exit mobile version