کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٩): د هوايي چلند ملي اداره وايي چې د روسيې حکومت پر خپل وخت د ماليې نه ورکولو له امله د افغانستان د اريانا هوايي شرکت يوه الوتکه ايساره کړې ده.
د هوايي چلند ملي ادارې يوې سرچينې د کب په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، الوتکه چې په يوه هوايي ډګر کې کېني، بايد د نړيوالو اصولو له مخې خپل ماليات پر خپل وخت ورکړي.
سرچينې زياته کړې چې د اريانا هوايي شرکت يوې الوتکې مالیات په مسکو کې نه وو تحویل کړي او دغه هېواد ته په بیا ځل الوتنې یې هلته ګرځولې ده.
د هوايي چلند ملي ادارې دغې سرچينې وويل، د نړيوالو قوانينو له مخې هېـڅ هېواد حق نه لري الوتکه ايساره کړه، د داسې ستونزې هواري لپاره باید اړوند شرکت او هېواد هوايي چلند په جريان کې شي.
د سرچينې په خبره چې الوتکه هېڅ ډول تخنيکي ستونزه نه لري او د افغانستان بهرنيو چارو وزارت له ډيپلوماتيکو لارو د یادې ستونزې هوارولو هڅې پيل کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوى د روسيې دولتي هوايي شرکت ته په دې اړه يو رسمي مکتوب لېږلى دى.
د اريانا افغان هوايي شرکت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1639