Pajhwok Afghan News

وسله والو د پکتيا د استيناف څارنوالۍ يو څارنوال وژلی

ګردېز (پژواک، ۲۲ کب ۹۹): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې وسله والو تېره شپه په ګردېز کې د استيناف څارنوالۍ يو څارنوال حاجي محمدحسن يار وژلی دی.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند لعل محمداميري د کب په ٢٢مه، پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا لس بجې دغه څارنوال د ګردېز اړوند په آريانا پمپ سيمه کې وژلی دی.

هغه زياته کړه، وسله والو له دغه څارنوال څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو نوموړي نه وه منلې.

اميري وايي چې کشفي ارګانونو د قاتلينو د نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

د پکتيا د استيناف څارنوالۍ رييس  سيدعنبر پاچا پژواک ته وويل چې څارنوال محمدحسن يار د عمومي جزا په څانګه کې دنده تر سره کوله.

هغه، ياد څارنوال د ښو اخلاقو او زياتې تجربې لرونکی ياد کړ او ويې ويل چې وژنه يې د پکتيا استنياف څارنوالۍ ته خورا ستره ضايعه ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې،وسله والو د هغه د کور دروازه ور ټکولې، کله چې ور وتلى پر ډزو يې ويشتلی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 31

Exit mobile version