Pajhwok Afghan News

بلخ کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ارشیف

مزارشريف (پژواک، ٢٣ کب ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي او دوه نور تپيان دي.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې تېره شپه د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ په باغ پهلوان سیمه کې طالبانو د ملي اردو پر یوه مرکز برید کړی چې له امله یې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بلخ ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید د کب په ۲۳مه پژواک اژانس ته وویل چې په دې پېښه کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي موسی پژواک ته وویل چې تېره شپه په باغ پهلوان کې د ملي اردو پر قرارګاه برید څو ساعته دوام وکړ.

نوموړی زیاتوي چې په دې نښته کې شاوخوا ۱۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې بیا پژواک ته وویل چې یاده پېښه کې ۸ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه همدا راز وایي چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره معلومه نه ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول په شولګرې ولسوالۍ کې د جګړې پخلی کوي خو د اوښتو زیانونو په تړاو څه نه وایي.

بل لور ته طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بلخ شولګرې ولسوالۍ کې یې ۱۰ حکومتي سرتېري وژلي، ۲ يې ټپیان کړي او یو یې ژوندی نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په کندوز کې هم د طالبانو د بريد له امله د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 17

Exit mobile version