Pajhwok Afghan News

د بلخ ځوانانو ته د وړيا لوړو زده کړو برخه کې تړونونه لاسليک شول

مزار کې خصوصي پوهنتونه

مزارشريف (پژواک، ۲۴ کب ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر ځوانان د دغه ولايت په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د زده کړو کيفيت لوړېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي چې د ډېری خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو فيسونه لوړ دي خو د زده کړو کيفيت یې ټيټ دی.

دغه غوښتنې په داسې مهال مطرح کېږي چې د کب په ۲۴مه د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست له شپږو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سره بېوزله ځوانانو ته په تخفيف او وړيا ډول د زده کړو زمينې برابرولو برخه کې تړونونونه لاسليک کړل.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس مطيع الرحمن کريمى پژواک اژانس ته وويل، وروسته له هغه يې دغه هڅه وکړه چې زيات شمېر بېوزلو ځوانانو ورته په پوهنتونونو کې د تخفيف اخيستو په موخه مراجعه وکړه.

نوموړي زياته کړه، ډېری افغانان له اقتصادي بحران سره مخ دي او بېکاري هم اوج ته رسېدلې، نو په کار ده چې د بېوزلو ځوانانو لاسنيوی وشي.

کريمي وويل: ((موږ نن له شپږو پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سره تړونونه لاسليک کړل چې بېوزله ځوانانو ته به په تخفيف او همدا راز وړیا ډول زده کړې ورکوي، دا يو ښه پيل دی او کوی شو چې له دې لارې سلګونه ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابره کړو.))

هغه د لوړو زده کړو له نورو خصوصي بنسټونو هم وغوښتل چې بېوزله ځوانانو ته په تخفيف سره زده کړې ورکړي.

په ورته مهال بيا د مزارشريف اوسېدونکي په خصوصي مرکزونو کې د زده کړو له ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي.

په مزارشريف کې د يوه خصوصي پوهنتون د لومړي کال محصل بريالی وايي چې د پوهنتون اداره يې يواځې د فيس ټولولو پر مهال اصولي او جدي چلند کوي.

هغه زياته کړه چې د زده کړو بهیر سره له دې چې ټکنی دی، بې کيفيته هم دی.

نوموړی وايي: ((دولت بايد پر خصوصي پوهنتونونو خپل نظارت زيات کړي، داسې خو نه کېږي چې دوی يواځې فيسونه ټولوي، خو د زده کړو درک نشته.))

هغه زياتوي چې له پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو څخه دې د سوداګريزو موخو لپاره کار نه اخلي.

احمدالله د مزارشريف بل اوسېدونکی دی چې په خصوصي پوهنتونونو کې د لوړ فيس په تړاو اندېښنه لري.

هغه پژواک ته وويل چې هر پوهنتون په خپله خوښه فيسونه ټاکلي، له همدې امله ډېری ځوانان له لوړو زده کړو پاتې کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې په خصوصي پوهنتون کې څوک نوم ثبتوي نو په پيل کې ورسره د تخفيف ژمنې کوي؛ خو له يو کال وروسته بيا بېرته پرې فيس زياتوي.))

هغه هم له حکومت څخه وغوښتل چې پر خصوصي پوهنتونونو خپل څار زيات کړي.

په ورته مهال بيا په مزارشريف کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولين وايي چې د لوړو زده کړو وزارت له پاليسۍ سره سم خپل زده کړه یيز بهير مخې ته بيايي.

په مزارشريف کې د باران خصوصي انسټيټیوټ مسوول سيد علي رضا موسوي پژواک ته وويل چې روان کال کې د کرونا ويروس له مله ډېری ځوانان وزګار شول، نو ځکه دوی غوره وګڼله چې ځوانانو ته تخفيف ورکړي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره تړون وکړ چې کوم ځوانان دوی راته معرفي کوي نو تخفيف به ورکوو، ځيني که ډېر غریب وي نو وړيا يې هم جذبوو.))

د هغه په وينا، دوی د حکومت او لوړو زده کړو وزارت پاليسي مطابق خپل نصاب تطبيقوي.

په مزار کې د کانون خصوصي پوهنتون يوه مسوول نثاراحمد مبارز پژواک ته وویل چې دوی د خپلو فعاليتونو ټول راپورونه پر وخت له حکومت او د خصوصي پوهنتونونو له څانګې سره شريکوي.

د هغه په خبره، ټول پوهنتونونه مکلف دي چې د خلکو له اقتصادي وضعيت سره سم له محصلينو څخه فيس ټول کړي.

د معلوماتو له مخې، په بلخ ولايت کې پر يو دولتي پوهنتون سربېره ۳ خصوصي پوهنتونونه او ۸ د لوړو زده کړو موسسې فعاليت کوي.

Views: 53

Exit mobile version