ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان په کرکټ کې د يويشتمې پيړۍ ځانګړى ريکارډ جوړ کړ

راشد خان په کرکټ کې د يويشتمې پيړۍ ځانګړى ريکارډ جوړ کړ

author avatar
15 Mar 2021 - 15:59
راشد خان په کرکټ کې د يويشتمې پيړۍ ځانګړى ريکارډ جوړ کړ
author avatar
15 Mar 2021 - 15:59

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٩) : د ا فغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي په کرکټ کې د يويشتمې پيړۍ د توپ اچونې ځانګړى ريکاډ جوړ کړى دى.

هغه دغه ريکارډ پرون د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې د زمبابوې پر وړاندې په دويم ټسټ لوبه کې جوړ کړ.

افغانستان وکولى شول چې په دې ټسټ لوبه کې زمبابوې په شپږو ويکټو ماتې ورکولو سره د دوو لوبو لړۍ برابره کړي، لومړۍ ټسټ لوبه زمبابوې ګټلې وه.

افغان ملي لوبغاړي ددويم ټسټ لوبې په لومړي اننګز کې٣٦،٣ اوورونه او په دويم اننګز کې ٦٢،٥ اوورونه وکړل او د زمبابوې يوولس لوبغاړي يې وسوځول.

راشد خان په دې لوبه کې په ټوليزه توګه ٥٩٦ توپونه وکړل چې په يويشتيمې پيړۍ کې په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې دي.

تر راشد خان مخکې په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې د اسټراليا شين وارن ٥٨٨ او تر هغه مخکې په ٢٠٠١ کال کې د سريلانکار مرلي دهرن ٥٨٢  توپونه کړي وو. خو شين وارن اته او مرلي اووه لوبغاړي سوځولي وو.

په شلمه پيړۍ کې د ويسټ انډيز رامدين د انګلستان خلاف په ١٩٥٧ زيږديز کال کې تر ټولو زيات ١٢٩ اوورونه کړي وو.

په دې لوبه کې د افغانستان او زمبابوي لوبغاړو يو شمېر نور ملي او نړيوال ريکارډونه هم جوړ کړي دي.

Views: 1142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.