کابل (پژواک ۲۸ کب ۹۹): یونسيف وايي، په افغانستان کې په تېره يوه لسيزه کې نږدې ۸۰ سلنه خلکو د اوبو لومړنيو خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، خو اوس دغه شمېره نږدې ۳۰ سلنې ته راکمه شوې ده.
د دې ادارې له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یونسیف له خوا د یوه نوي خپاره شوي تحلیل له مخې په نړیواله کچه له ۱،۴۲ ميلیارده خلکو څخه زیات وګړي، د ۴۵۰ میلیون کوچنیانو په ګډون، په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو د کمښت له زیات یا ډېر زیات خطر سره مخامخ دي. دا په دې معنا چې په نړیواله کچه له پنځو څخه یو کوچنی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي اوبه نه لري.
د یونسیف اجرائیوي مسوول، هینریتا فور ويلي، په نړۍ کې د اوبو د کمښت بحران راتلونکی نه بلکې راغلی دی، خو د اقلیم بدلون به یې یواځې حالت بدتر کړي. د دې بحران تر ټولو زیات قربانیان ماشومان دي. کله چې څاګانې وچې شي، نو ماشومان د اوبو د راوړلو لپاره د ښوونځیو پرېښودلو ته مجبورېږي، هغه وخت چې وچکالي د خوراکي موادو د سرچینو کمښت رامنځته کړي، نو کوچنیان د خوارځواکۍ او د بدن له درېدلې ودې سره مخامخ کېږي او کله چې سیلابونه راشي، کوچنیان له اوبو څخه پر پېدا کېدونکو ناروغیو اخته کېږي. همدارنګه کله چې د اوبو سرچینې کمې شي، کوچنیان له ناروغیو سره د مبارزې لپاره د لاسونو وینځلو اوبو ته لاسرسی نلري.
په راپور کې زياته شوې چې د دقیقو شمېرو او اغېرمنو شویو ماشومانو د کچې له مخې 37 ‘hotspot . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن