Pajhwok Afghan News

پوليسو هغه کس ژوندى نيولى، چې خلکو يې د وژل کېدو ادعا کړې وه

کندهار (پژواک، ۲۸ کب ۹۹): هغه وګړی ژوندی او پولیسو نیولی چې خلکو یې جسد د احتجاج په توګه د کندهار ولایت مخې ته راوړی و او ادعا یې کوله چې پولیسو ورسره تشدد کړی او وژلی يې دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کس په سپين بولدک ولسوالۍ کې له درېیو تنو نورو سره یو ځای نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه، څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د ولایت مقام مخې ته یو جسد د احتجاج په توګه راوړی و او ادعا یې کوله چې پولیسو تشدد ورسره کړی او وژلی دی.

دی وايي، هغه مهال د کندهار امنیه قوماندان په دې اړه د څېړنې امر کړی و.

د ده په خبره، د پولیسو د څېړنو او پلټنو په پایله کې معلومه شوه، هغه کس چې خلکو یې د وژل کېدو ادعا کوله، ژوندی دی.

ده وویل، پولیسو د عاقل شاه په نوم دغه کس چې مړ ښودل شوی و د هغه له ورور عبدالغفار او دوو تنو نورو سره یو ځای نیولي او د موضوع اړوند څېړنې روانې دي.

بارکزی وايي، په پلټنو کې معلومه شوې چې خلکو د ولایت مخې ته په تابوت کې د یوه معتاد وګړي جسد راوړی و چې د نشه يي توکو له امله یې د سپین بولدک په روغتون کې ساه ورکړې وه.

نوموړی دا یو پلان شوی کار ګڼي او زیاتوي چې له دې لارې هڅه کېدله د قومونو تر منځ نفاق راولي او خلک د نظام پر وړاندې ودروي.

خو دی وايي، په دې اړه لا هم پلټنې روانې دي څو معلومه شي چې د دې کار تر شا د چا لاس دی.

په خپله مړ ښودل شوی کس عاقل شاه وايي، د پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او اوس په سپین بولدک ولسوالۍ کې اوسېږي.

ده وویل: ((زه د څو ورځو لپاره د حاجي نیکه زیارت ته تللی وم، هلته اوسېدم، کله چې راغلم خلکو راته وویل چې ته مړ يې، ما ورته وویل چې زه ژوندی یم، نور هیڅ مشکل نشته.))

د ياد شوي تن ورور عبدالغفار په خپلو څرګندونو کې وايي، دی په وېش سیمه کې و چې د کورنۍ غړو او خپلوانو یې زنګ ورته وکړ او ورته ویې ویل چې ورور یې وژل شوی دی.

دی زیاتوي، پرته له دې چې جسد وګوري، له سپين بولدک ولسوالۍ څخه یې د کندهار ښار میرویس روغتون ته یووړ څو معلومه شي چې ورور یې څنګه وژل شوی دی.

د ده په خبره، په میرویس روغتون کې ورته وویل شول چې دلته عدلي طب نشته او دا نه شي تشخیصېدای چې ورور یې څنګه وژل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، وروسته یې جسد د خپلوانو په غوښتنه او مشوره د احتجاج په توګه د ولایت مقام مخې ته یووړ چې والي ورسره غمشریکي وکړه او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه وکړه.

هغه وویل، وروسته یې جسد بېرته میرویس روغتون ته یووړ او همالته یې د کورنۍ غړو زنګ ورته وواهه چې ورور یې ژوندی دی.

دی وايي، سهوه شوی دی او له حکومت څخه په دې اړه بښنه غواړي.

Views: 56

Exit mobile version