کابل (پژوک، ۲۹ کب ۹۹) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم زمبابوې ته په ماتې ورکولو د درېو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټله.
دا لوبه چې نن د کب په ۲۹مه، د متحده عربي اماراتو په ابو ظهبۍ ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۹۳ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري کریم جنت ۵۳، عثمان غني ۴۹، محمد نبي ۴۰ او اصغر افغان ۱۴ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې یو ځل بیا د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په اتلسم اوور کې په ۱۴۸ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۵ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري راشد خان درې، نوین الحق او محمد نبي دو دوه، فرید ملک، کریم جنت او حمزه هوتک یو یو لوبغاړي وسوځول.
محمد نبي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغانستان په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.
Visits: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن