Pajhwok Afghan News

وکیلان: په ناقانونه توګه د سرپرستانو د کار دوام فساد ته زمینه برابره کړې

کابل(پژواک،۳ وری ۱۴۰۰): د ولسي جرګې یو شمېر غړي په حکومتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پر دوام نیوکه کوي او وايي، له قانون څخه دغې سرغړونې د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی او فساد ته یې زمینه برابره کړې ده.

ولسي جرګې د تېر کال د تلې په ۳۰ مه د ولسمشر له خوا د ۲۵ معرفي شوو نوماندانو له ډلې د مالیې، عامې روغتیا، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست د نوماندانو په ګډون د ۱۹ وزارتونو نوماندانو ته د باور رایه ورکړه، خو د پوهنې، اطلاعات او فرهنګ، ښځو چارو، کلیو پراختیا وزارتونو او د افغانستان بانک ریاست نوماندان یې رد کړل.

خو ولسمشر په مرغومي میاشت کې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه او پر ځای یې محمد خالد پاینده د دغه وزارت سرپرست وټاکه او د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني یې هم له دندې لرې او پر ځای یې وحیدالله مجروج د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

دغه راز ولسمشر تېره جمعه د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي پر ځای حیات الله حیات د دغه وزارت سرپرست او د ملي دفاع د وزیر اسدالله خالد پر ځای یې محمد یاسین ضیا د دغه وزارت سرپرست وټاکل.

په دې اساس اوس مهال اته وزارتونه، د افغانستان بانک، لویه څارنوالي او افغاني سره میاشت د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب درې نوماندان هم باید د تایید رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

ځینې یادې ادارې له شاوخوا یو کال راهیسې په داسې حال کې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې د سرپرستۍ قانون له مخې د یادو سرپرستانو کار باید له دوو میاشتو ډېر دوام ونه کړي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي شکور واقف حکیمي په ملي شورا کې خبریالانو ته وویل، په ادارو کې د سرپرستانو د کار دوام د اساسي قانون او په هېواد کې د نافذه قوانینو خلاف دی او د حکومت دغه کار د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

د نوموړي په خبره، د کابینې د غړو په ټاکلو کې د ولسمشر پر صلاحیت او حق سربېره ولسي جرګه هم مکلفیت لري. په هغه صورت کې چې کسان د سرپرستانو په توګه کار ته دوام ورکړي ولسي جرګه هم دلسرده کیږي.

هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې ژر تر ژره هغو ادارو ته نوماندان معرفي کړي چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي څو د کابینې غړي خپل مشروعیت ترلاسه کړي.

په دې جرګه کې د غور د خلکو استازي عبدالظاهر تمیم وویل: ((کله چې د یوې ادارې مشرتابه رایه ترلاسه نه کړي، مشروعیت نه لري، پر ولسمشر غږ کوو چې سرپرستي له منځه یوسي، څه چې د قانون خلاف دي د خلکو په خیر نه دي.))

هغه زیاته کړه: ((د سرپرستانو د کار دوام سربېره پر دې چې د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي فساد ته هم زمینه برابروي، په ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی دی.))

د هغه په خبره، هغه ادارې چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي ملي شورا ته ځواب ویونکې نه دي، د سرپرستانو د کار دوام د خلکو او حکومت په خیر نه دی، او ژر تر ژره دې د سرپرستانو پر ځای نور کسان دې جرګې ته د باور رایې ترلاسه کېدو لپاره معرفي شي.

د جرګې څو نورو غړو هم دې جرګې ته د باور رایو اخیستو لپاره د نوماند وزیرانو د ژر معرفي کېدو غوښتنه وکړه.

خو د ولسمشر مرستیال ویاندې فاطمې مورچل وویل، د نوماند وزیرانو پر ټاکلو کار روان دی او ډېر ژر به د باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

Views: 22

Exit mobile version