ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان ۸۰ سلنه خلک رسمي نکاح خط نه لري”

“د افغانستان ۸۰ سلنه خلک رسمي نکاح خط نه لري”

author avatar
30 Mar 2021 - 16:56
“د افغانستان ۸۰ سلنه خلک رسمي نکاح خط نه لري”
author avatar
30 Mar 2021 - 16:56

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۰ ): له زیانمن شويو کسانو د ملاتړ اداره وایي چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک رسمي نکاح خط نه لري،نو حکومت بايد د نکاح خط د رسمي کولو پروسه اسانه کړي.

په کابل کې د وري په ١٠ مه د نکاح خط د رسمي کولو په پروسه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د مدني ټولنو او دولتي ادارو د مسوولينو ترمنځ ګډه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې له زيانمن شويو کسانو د ملاتړ ادارې رييسې سکینې سخي وويل چې د رسمي نکاح خط د نه جوړولو له امله ګڼ شمېر ښځې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

هغې وويل: ((خلک رسمي نکاح خط نه جوړوي، همدا يو لامل دى چې يو شمېر کسان بيا کم عمره نجونې ځانونو ته واده کوي او څوک پرې نه اګاه کيږي.))

د نوموړې د معلوماتو له مخې، د افغانستان شاوخوا اتيا سلنه واده شوي کسان رسمي نکاح خط نه لري حکومت بايد دغه پروسه اسانه کړي ترڅو ټول خلک په وخت سره ځانونو ته رسمي نکاح خطونه جوړ کړي.

هغې زیاته کړه: ((نکاح خط یو سند دی چې د زوجینو حقوق په کې تامین کیږي خو په افغانستان کې په دې خاطر یې څوک نه اخلي چې پروسه یې ډېره جنجالي ده.))

د مېرمن سخي په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه دې حکومت د نکاح خط رسمي کول حتمي کړي.

دغه راز په ياده غونډه کې د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنې مرستیالې نجلا راحیل وویل چې په عرفي نکاح خط کې د مهر ټول اصول په پام کې نه نیول کیږي.

هغې زیاته کړه: (( په هېواد کې داسې نکاح تړل کیږي چې هلته خپله ښځه موجوده نه وي او داسې مال ورته په مهر کې ټاکل کیږي چې هغه یې د خاوند نه بلکې د خسر مال وي چې د میراث اخيستلو په وخت کې بیا ښځې له مشکل سره مخ کيږي.))

دغه راز په دې غونډه کې د ښځو چارو وزارت استازې ګل روقیه وويل چې د کورنیو تر منځ د اړیکو د پیاوړي کولو په موخه هلې ځلې روانې دي.

هغې وويل: ((د نکاح خط ترڅنګ موږ کوښښ کوو چې له سترې محکمې سره يوځاى داسې يو قانون جوړ کړو چې له مخې يې د کورنيو ترمنځ اړيکې پياوړې شي.))

خو په ياده ناسته کې د عدلیې وزارت استازي عنايت الله هدايت وويل،که د رسمي نکاح خط جوړولو لپاره اسانه زمينه برابره شي ډېره ښه خبره ده خو په دولتي چارو کې عرفي نکاح خط هم قانوني بڼه لري.

د يادونې ده چې ډېرى مهال هغه کسان د رسمي نکاح خط د نه درلودو له امله له ستونزو سره مخ کيږي چې له کورنۍ سره يوځاى له هېواده بهر د سفر کولو نيت ولري.

Visits: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.