ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
30 Mar 2021 - 16:24
author avatar
30 Mar 2021 - 16:24

ژباړه: اسد افغان

د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو یو مشر ملا فاضل له دوستم سره لفظي شخړه وکړه او هغه ته یې مخامخ “خاین” او “قاتل” وویل.
روسیه د هغې دوه ورځنۍ سر مشریزې کوربنه وه چې په کې د افغان لوریو (حکومت او طالبانو) تر څنګ چین، پاکستان او امریکا متحده ایالاتو هم په کې ګډون وکړ. د دې ورته بل نړیوال کنفرانس به راتلونکې میاشت په انقره کې جوړ شي تر څو د افغانستان لانجې ته سیاسي حل لاره پيدا کړي.

سره له دې چې مذاکرات دوام لري خو افغانان د ځان او د هېواد د راتلونکي په اړه انديښمن دي. ځکه نه پوهېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به څه پایلې ولري. په دې لړ کې د ځواکمنو کسانو او جنګي قوماندانانو تر منځ چې کلونه یې له یو بل سره جګړې کړي د غچ اخیستلو وېره هم لري. افغانان اندیښنه لري چې ایا دوی به سره پخلا شي که بله کورنۍ جګړه به پیل شي.

د سولې خبرې به د لاندې درو څخه یوه نتیجه ولري:

لومړی: د مذاکراتو پایله به ناقص جوړ جاړی ولري

د سولې خبرې به د یو ټول شموله اسلامي حکومت پریکړه وشي. طالبان د اسلامي نظام یادونه کوي. هدف یې د داسي ټول شموله حکومت جوړول دي چې په کې به دوی ډېره برخه او واک ولري. په دې ډول حکومت کې تر ور ګډیدو وړاندي به طالبان یو شمیر سیاستوال او افغان حکومت مسوولین چاڼ کړي. وروسته له دې چې امریکایان له افغانستان څخه لاړ شي، طالبان به په ناڅاپي توګه په اساسي قانون کې بدلونونه راوړي چې ممکن د ځینو برخه والو او سیاسي ګوندونو لپاره به د منلو نه وي. په بدلونونو کې به د داسي سختو اسلامي احکامو عملي کول هم شامل وی چې په کې د مېرمنو او بیان پر ازادې محدودیتونه وضع کوي. هغه کار چې د طالبانو تر واک لاندي سیمو کې همدا اوس روان دي.

په دې ډول به په هېواد کې سیاسي او ټولنیزه ګډوډي پيل شي چې د پیاوړو امنیتي ځواکونو په نه شتون کې به په پراخه کچه د اړ و دوړ لامل شي. د طالبانو لخوا سخت دریځه نظام، په ملي او نړیواله کچه د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ د مدافع ټولنو او نړیوالو ادارو له نیوکو سره مخ شي.

په داسي حال کې چې د نړیوالې ټولنې مرستې تر ډېره د بشر د حقونو په رعایت پوري تړلي دي، افغانستان ته د دوی مرستې به ختمې شي. د نړیوالو کومکونو په نه شتون کې طالبان نشي کولای چې د خپلو پوځي مصرفونو بار ته چې اوس په ۳.۷۵ میلیارد ډالره دي، اوږه ورکړي. نو که په راتلونکي کې د دوی د حکومت پر وړاندي مقاومت کېږي د ځپلو توان به یې نه لري، همدارنګه طالبان به خپلو مخکنیو دښمنانو ته چې دوی ورسره په کلونو جګړه کړې نوي لقبونه ونه مني. د مثال په توګه احمدشاه مسعود به ورته د “ملي اتل” او عبدالرشید دوستم د “مارشال” په توګه. دا ډول کړنې به مخالفتونه ډېر او د افغانستان له ګوټ ګوټ جګړې را وپاروي.

دويم: د سولې خبرې به ناکامه شي

خبرې به هغه مهال له بن بست سره مخ شي چې په کې ښکیل لوري پر خپل دریځ ټینګار وکړي او نرمنښت ونه ښایي. د خبرو پر میز د امتیاز اخیستو لپاره تاوتریخوالی زیات شي یا هم د مذاکراتو اساس یواځي شریعت او سخت دریځي وګڼل شي. طالبان به هڅه وکړي په ټول هېواد کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړو ته دوام ورکړي او له دې لاري واک تر لاسه کړي. یو لوړ پوړي طالب چارواکي له سي بي ایس تلویزیون سره په خبرو کې د خپلو انتخابونو په اړه وویل: دا مهال امریکا او افغان حکومت دویم پلان نه لري یواځي طالبان دي چې لمړی او هم دویم پلانونه دواړه لري. لمړی پلان کې سوله ییز سیاسي جوړجاړی او په دویم کې د ټوپک په زور واک ته رسېدل دي.

په دې حالت کې به د طالبانو او امریکا کې د سولې لاسلیک شوی تړون مات شي او طالبان به بېرته پر امریکايي سرتېرو خپلې حملې پيل کړي. بلخوا داسي هم ویل کېږي چې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې شمالي ټلواله له طالبانو سره د جګړې په اړه فکرونه کوي. طلوع په دې اړه د افغان دولت له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه پوښتنه وکړه چې په شمال کې له طالبانو سره د جنګ په موخه وسلې ویشل شوي. البته چې صالح دا خبرې و نه منله. دا چې واشنګټن له کابل سره د امنیتي همکاریو تړون لري او پر اساس یې د ملي د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او تقویه کولو لپاره کار کوي او ۸۰۰۰ د ناټو پوځیان به افغانستان کې وي د دې امکان نشته چې طالبان دي کابل ونیسي.

په هر حال، طالبان به خپلو بریاوو او لوړ جنګي مورال ته په کتلو تاوتریخوالی زیات کړي او ناټو به ونه توانېږي چې د جنګ په ميدان کې پر دوي برلاسې شي ځکه طالبان اوس د پخوا په نسبت ځواکمن دي. د دې تر څنګ طالبانو اوس په نړیواله کچه هویت موندلی او په ازادانه ډول له سیمه ییزو ځواکونو لکه روسیې، چین او ایران سره اړیکي پالي.

درېیم: د سولې خبرې بریالی کېږي

طالبان او افغان حکومت به وکولای شي د خپلو خبرو اترو په پایله کې یوې داسې پایلې ته ورسېږي چې د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي او داسي حکومت جوړ کړي چې ټولې سیاسي ډلې یې ومني، خو د دې لپاره باید دواړه لوري انعطاف او قرباني ورکړي، د بېلګې په توګه، طالبان باید دا ومني چې د برلاسي پر ځای واک په مساویانه ډول وویشي. همدارنګه د سخت دریځې د تطبیق له غوښتنې تیر شي، په دې ډول به د دواړو لوریو غوښتنې تر یوې اندازې منل شوي وي. په دې لړ کې به اوربند هم اعلان شي او د امنیتي ځواکونو پياوړتیا او د ځواکمن حکومت جوړښت ته به لاره هواره شي.

د سولې لپاره جوړ شوی حکومت له نړېوالي ټولنې سره د خپلو اړیکو او د امریکا او ناټو د مرستو په اړه به پرېکړه وکړي. په دې حالت کې افغان حکومت او طالبان نشي کولای چې په ټول هېواد کې سوله پلې کړي. ځکه چې د طالبانو د ټيټې کچې قوماندانان او جنګیالي تر هغه وخته پوري هېڅ معامله نه مني تر څو چې هېواد بشپړ واک طالبانو ته ورنکړل شي او شریعت پلی شوی نه وي. همدا مخالفین به تر یو بل نوم او بیرغ لاندي را څرګند شي او د ځینو ګاونډیو استخباراتي ادارو تر سرپرستۍ لاندې به جنګ ته دوام ورکړي.

تېره اونۍ له (وایس نیوز) سره په مرکه کې یو طالب قوماندان د امریکا نوي حکومت ته خبرداری ورکړ: “موږ په بشپړ ډول جګړې ته چمتو یو، موږ له خپل جهاد څخه ستړي نه یو، په زخمي کېدو نه خپه کېږو او په شهادت مو زړه نه دردېږي. که موږ شهيدان شو بریالي به یو، زموږ ستړیا بریالیتوب دی، موږ ځکه کامیابه یو چې جګړه کوو، کابل ته بریالي ننوځو، همدا زموږ لاره ده.”

بلخوا داعش هم شته، ځيني ډلې ممکن ورسره ملګرې شي. دا هم امکان لري چې د یاغیانو نوي ډلې جوړي شي.

درېیم احتمال تر ټولو غوره دې. ځکه چې ورسره به تاوتریخوالی په زیاته کچه راکم شي. مرکزي حکومت به ډیر پیاوړی شي. داعش او نوري ممکنې پيدا کېدونکي ډلې به دومره ځواکمنې نه وي چې د طالبانو او حکومت شریک نظام وننګوي. په دې حال کې به نړیوال له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. نوی حکومت به خپل امنیتي بنسټونه نور هم پياوړي کړي او په تدریجي ډول به هېواد په امنیتي او اقتصادي لحاظ خوندي او پر ځان بسیا کړي، چې دا کار به سبب شي چې افغانستان د تلپاتې سولې خاوند شي.

Visits: 102

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.