Pajhwok Afghan News

ولسمشر غني: روانې جګړې او تاوتریخوالی مو د ګټو ضد دي، باید پای ته ورسېږي

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۰): ولسمشر غني د اسیا زړه ـ استانبول پروسې نهم کنفرانس ته وویل چې د افغانستان حکومت او نړیوال شریکان د سولې لپاره ګډ لیدلوری لري خو د جګړې او تاوتریخوالي دوام یې هم د ګټو پر ضد دی، باید پای ته ورسېږي.

د اسیا زړه – استانبول بهير د ۲۰۱۱ میلادي کال د نوامبر په ۲مه د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو او د دغه بهیر اتمه ناسته په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې وشوه، خو د کرونا له امله یې تېر کال غونډه ونه شوه او هر کال یې په دوراني ډول کلنی کوربه توب د غړو هېوادونو له لوري کېږي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ پژواک خبري اژانس ته نن په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کنفرانس نن “د سولې او انکشاف لپاره د اجماع پیاوړتیا” تر سرلیک لاندې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ښار کې ترسره شو.

خبرپاڼې لیکلي چې په دغه کنفرانس کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د ځینو هېوادونو او بین المللي سازمانونو استازو هم حضور درلود.

خبرپاڼې کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د یاد کنفرانس کوربه توب له امله له امام علي رحمان، وزیرانو او د ګډون کوونکو پلاوو له ريیسانو د مننې کولو ترڅنګ وویل چې د دواړو هېوادونو مناسبات د ګډو ګټو او متقابل احترام او باور پر اساس رامنځته شوي دي.

سرچینې د ولسمشر له قوله لیکلي، سوله نه یوازې یوه غوښتنه، بلکې د افغانانو مهمه اړتیا ده چې له همدې امله د حکومت له پیله لومړیتوب لري.

ولسمشر غني وویل: “افغانان خپل راتلونکي ته هیلې لري، موږ خپلې هیلې له لاسه نه ورکوو او دا چې د افغانستان حکومت او بین المللي شریکان د سولې په برخه کې ګډ لیدلوری لري، نو په افغانستان کې سوله او ثبات تامینېږي.”

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام د افغانانو د ګټو پر ضد دی او باید پای ته ورسېږي.

غني  وویل: “د افغانستان دولت تیار دی چې د سیمه ییزو پروژو په ترسره کېدو او عملي کېدو کې همکاري وکړي او د خدای په مرسته پر تروريزم بریالي کېږو او باعزته او پایداره سولې او ثبات ته به ورسېږو.”

خبرپاڼې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له قوله لیکلي چې په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلی، له همدې امله دوی تل د افغانستان د سولې او ثبات پلویان دي.

رحمان ویلي: “افغانان چې له کومې تحمیلي جګړې چې عامل یې بېرونۍ مداخلې دي، هره ورځ ځورېږي، په اړه یې موږ اندېښمن یو او د سیمې هېوادونه باید په تحمیل شوو ستونزو کې افغانستان یوازې پرې نه ږدي.”

سرچینې لیکلي چې امام علي رحمان دې ته په اشاره چې ګډ دودیز سرحدونه د سیمې هېوادونه سره نښلوي وویل، موږ هوډ لرو چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د خپلو همکاریو کیفیت پیاوړی کړو.

ولسمشر رحمان په افغانستان کې د سوداګرۍ او ترانزیټ له ودې سره خپله همکاري وښوده او وې ویل، تاجکستان تیار دی چې په مختلفو برخو کې افغان متخصصین وروزي.

Views: 56

Exit mobile version