ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر سلاکار قیومي بهر کې دی خو د دفتر میلیونونه افغانۍ لګښت یې ورکول کېږي

د ولسمشر سلاکار قیومي بهر کې دی خو د دفتر میلیونونه افغانۍ لګښت یې ورکول کېږي

author avatar
4 Apr 2021 - 11:25
د ولسمشر سلاکار قیومي بهر کې دی خو د دفتر میلیونونه افغانۍ لګښت یې ورکول کېږي
author avatar
4 Apr 2021 - 11:25

کابل(پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۰): ځینې سرچینې، د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي د ولسمشر له باور څخه په ناوړې ګټې اخیستنې تورنوي، وایي چې هغه له لسو میاشتو راهیسې بهر کې دی، خو د دفتر امکانات یې ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې قیومي د امریکا متحده ایالتونو کې د افغانستان سفارت د دېوال جوړولو پروژه کې له دوو نورو کسانو سره په ۷۱۹زره ډالر اختلاس هم تورن دی.

یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۹ کال د غويي په دېرشمه محمد همایون قیومي د خپل سلاکار په توګه ګومارلی، د هغه دفتر ته یې څلوېښت کسیز تشکیل له ۳۷.۲ میلیونه افغانیو بودیجې سره منظور کړی دی.

سرچینې د یادو لګښتونو په اړه جزییات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د قیومي د دفتر رییس رفیق الله، په فوق رتبه بست کې ۲۵۰ زره افغانۍ تنخوا اخلي.

دی وایي:”هغه (قیومي) له لسو میاشتو راهیسې په بهر کې دی، دفتر یې پرانیستی، خو څوک په کې کار نه کوي.”

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې یوه سرچینه تاییدوي چې د قیومي د مشاوریت تشکیل شته، خو په اړه یې جزییات نه ورکوي.

د یادې ادارې پر رسمي وېبپاڼه د ولسمشر د سلاکارانو نوملړ خپور شوی او په دغه نوملړ کې د قیومي نوم هم شته.

پر قیومي د فساد تورونه:

د مخابراتو او ټکنالوجي وزارت پخواني سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات د روان کال د وري په اتمه پر خپلې فسبوکپاڼې لیکلي چې قیومي د ولسمشر له اعتماد څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

دی وايي:”کله چه سرپرست وزیر وم یوه ورځ ډاکتر صاحب قیومي خپل دفتر ته ور وغوښتم. راته ویل یې، ټاکنې هم راغلې یو کال تېر شو، خو هېڅ دې هم نه دي کړي، که چېرته نه شې کولی نو تا ته خو هسې هم په لندن کې کار پیدا کېږي، یو بل کس به راشي. ما ورته وویل چې سمه ده، هماغه و چې یوه میاشت وروسته بل وزیر مقرر شو. ”

هغه زیاته کړې چې د قیومې اصلي هدف پیسې وې، دی وروسته پرې هغه وخت پوه شو چې کله د کابل له یوه ښاروال څخه یی غوښتنه کړې وه او هغه ورته څلور لکه ډالر وروړي وو، خو قیومي مسترد کړي و، او ویلي و چې له کابل ښاروالۍ څخه له یو میلیون کمې پیسې نه غواړي.

سادات زیاتوي:”بله دا چه کله د کابینې په جلسه کې ولسمشر موږ ته دنده راوسپارله چې د اقتصاد وزیر تر رهبرۍ لاندې د مخابراتو وزارت، اترا او مالیې وزارت، د مخابراتو د لس فیصده مالیې «ریل ټایم سیستم» جوړ کړي، د تخنیکې مشخصاتو مزایدې اسناد موږ اماده کړل، د اقتصاد وزارت [پخواني] وزیر محترم ستار مراد تر رهبرۍ لاندې پروژه اعلان شوه، ۱۶ شرکتونو علاقه وښوده او څلور شرکتونه له تخنیکي او اقتصادي ارزیابۍ وروسته نهایي او یو شرکت ګټونکی شو، چې دا پروژه به په شپږ میلیونه ډالرو تطبیقوي. ډاکتر قیومي چې د ولسمشر ډېر باوري کس و، همیشه یې ناوړه ګټه پورته کړې او بل مثال یې دا چې په ولسمشر یی داسې یو حکم امضاء کړ چې په هغه کی ولسمشر لیکلي و چې د مخابراتو وزارت د مخابراتو لس فیصده مالیه سیستم باید یو امریکايي شرکت ته ورکړي او هغه هم د قیومي صاحب په مشوره.”

هغه ادعا کوي، قیومي یاده پروژه داسې یوه شرکت ته ورکړه چې افغانستان کې یې د فعالیت جواز نه درلود؛ د پروژې لپاره نورو شرکتونو شپږ میلیونه ډالره غوښتنه )افر( ورکړی و خو قیومي پر دې کلک و چې دا پروژه له دیارلس میلیونو ډالرو څخه کمه نه شي اجرا کېدلی.

د سادات د معلوماتو له مخې، ګټونکي شرکت د پروژې پلي کولو وړتیا نه درلوده، نو بیا ځلې یې همدغه پروژه په شپږ میلیونه ډالرو د سبکنټرکټ (دویم لاس تړون) په توګه هغه شرکت ته چې په لومړۍ داوطلبۍ کې غوره شوی و ورکړل شوه چې هغه امریکایي شرکت په مفته کې منحیث د درېیمګړي شرکت اووه میلیونه ډالر ترلاسه کړل.

خو ﺩ ﻣﺨﺎﺑﺮﺍﺗﻲ ﺧﺪﻣﺘﻮﻧﻮ ﺩ ﺗﻨﻈـﻴﻢ ادارې ویاند سعید شینواري پژواک ته وویل چې د ريل ټایم پروژه د مخابراتو وزارت او تدارکاتو ملي ادارې ګډه پروژه ده او څو میاشتې کېږي چې د تکمیل لپاره اترا ادارې ته انتقال شوې ده.

دی وايي:” په دې اړه د مخابراتو وزارت او تدارکاتو ملي اداره له تاسې سره دقیق معلومات شریکولی شي.”

د ملي تدارکاتو ادارې ویاند رامین ایاز وویل، ټاکل شوې وه چې دغه تړون په لومړي پړاو کې د ۱۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د مخابراتو وزارت له لوري وشي، خو د ملي تدارکاتو کمېسیون او ادارې له ارزونو وروسته ۶.۳ میلیونو ډالرو پرېکړه وشوه.

دی وايي، خو وروسته په تړون کې د ځینو تجهیزاتو او نورو برخو په زیاتولو سره د یادې پروژې ارزښت د مالیې ورکړې په ګډون ۱۱،۱ میلیون ډالرو ته لوړ شو.

دغه راز سادات لیکلي:”د واخان [د فایبر] پروژه چې شل میلیونه مصرف پری نه راته، د ډاکتر قیومي ټینګار و چې نه دا پروژه په ۵۰ میلیونه باید تطبیق شي او شرکت زه در معرفي کوم، دا جنجال یی له محترم اریوبي صاحب (د مخابراتو او تکنالوجۍ پخواني وزیر) سره و چې د واخان فایبر پروژه بیا تر نن ورځې پورې د همدغو جنجالونو له وجې پاتې شوه.”

ده ویلِي، کوښښ یې وکړ چې د یادو مسایلو په اړه له ولسمشر سره وګوري خو وخت ورته برابر نه شو.

د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ویاند نصرت الله نصرت ناصري پژواک ته وویل چې د ریل ټایم سیستم پروژه د شهزاد اریوبي د وزارت پر مهال لومړی په لس میلیونه ډالره قرارداد شوې وه، خو وروسته دا چې شرکت بهرنی و نو ۷ سلنه مالیه په دغې پروژې وضعه شوه نو د تړون قېمت هم ورسره لوړ شو.

دی وايي: “د واخان دهلېز له لارې د نوري فایبر وصل موضوع د افغان ټلیکام شرکت له خوا ترسره کېږي.”

پژواک پورتني یاد ټول مسایل د قیومي د دفتر له رییس رفیق الله سره شریک کړل، خو هغه وویل چې په دې اړه باید قیومي ځواب ورکړي.

وروسته پژواک دغه موضوع د وري په ۱۱مه د ایمیل له لارې له قیومي سره شریکه کړه، خو تر اوسه (د وري ۱۵مه) یې ځواب نه دی ورکړی.

دغه راز مو یاد مسایل د ولسمشر د ویاند له مرستیالې فاطمې مورچل سره شریک کړل، خو هغې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

Visits: 763

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.