Pajhwok Afghan News

ایزدیار: ښايي د سولې مختلفو طرحو د نه توحید په صورت کې د امریکا طرحه تحمیل شي

کابل (پژواک،۱۷وری ۱۴۰۰): د مشرانو جرګې ځينې غړي د سولې لپاره د وړاندې شوو طرحو پر توحید ټینګار کوي، ځينې وايي که اړتیا وي د ولسمشر په ګډون دې چارواکي د سولې لپاره له دندو استعفا ورکړي، ځو ځینې نور بیا د نظام او لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کوي.

ټاکلې د افغان سولې په تړاو د استانبول ناسته د روان میلادي کار په روان میاشت کې ترسره شي. که څه هم د استانبول ناستې د جوړېډو نېټه لا هم په رسمي توګه نه ده اعلان شوې خو ځينو رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې امریکا، ترکیه او ملګري ملتونه د ناستې د جوړېډو پر نېټه سلا شوي دي.

د راپورونو له مخې، افغان حکومت، د ملي شورا ناستو، مصالحې عالي شورا، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، د صلاح الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت، ملي اسلامي جنبش او ځینو نورو ګوندونو او بنسټونو په ترکیه ناسته کې د وړاندې کولو لپاره د سولې طرحې جوړې کړې دي. د سولې عالي شورا وايي چې اوس مهال د دې طرحو په توحید کار کوي.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د سولې بهیر او څو طرحو په اړه خبرې وشوې.

په دې جرګه کې د کندهار د خکلو استازي رحمت الله اڅکزي د کوم مشخص جریان او بنسټ د طرحې له یادولو پرته وویل: ((ښه داده چې ټولې طرحې سره یو شي او د ترکیې په ناسته کې دې افغان دولت په استازیتوب داسې طرحه وړاندې شي چې ملي ګټې په کې په پام کې نیول شوې وي، نه د څو مشخصو کسانو شخصي ګټې، ځينې کسان خپلې ګټې په جګړه کې ویني نه په سوله کې.))

د جرګې بل غړي محمد حنفي وویل: ((داسې طرحه دې جوړه شي چې د جګړې د پای ته رسېدو لامل او د ټولو لپاره د منلو وړ وي، دواړه لوري دې نرمي وښيي او پر خپلو طرحو دې ټینګار نه کوي او له دې فرصته دې ښه استفاده وکړي.))

د جرګې غړې ګلالۍ اکبري وویل، د ترکیې په ناسته کې د افغانستان د خلکو او سیاسي مشرانو په ملاتړ د واحدې طرحې وړاندې کېدل به د جګړې د دوامداره پای ته رسېدو لامل شي.

هغې زیاته کړه: ((هغه طرحه کې تېره ورځ د مصالحې عالي شورا په ناسته کې وړاندې شوه جامع نه ده او د ښځو، جګړې د قربانیانو او ټولنې د نورو طبقو حقونه په کې نادیده ګڼل شوي.))

د نوموړې په خبره، پاشلې او بهرنۍ ژباړل شوې طرحې د افغانستان په ګټه نه دي او حکومت باید طرحې توحید او د خلکو د نظرونو او لاسلیکونو په اخیستو په استانبول ناسته کې وړاندې کړي.

د جرګې بلې غړې فوزیې سادات څمکنۍ د افغانستان لپاره د امریکا طرحې ته په اشاره وویل: ((موږ اندېښنه لرو چې له امریکا څخه موږ ته طرحه راځي، هغه طرحه کې چې تېره ورځ د مصالحې په عالي شورا کې وړاندې شوه د موقت حکومت جوړېدو ته اشاره شوې چې د دغه ډول حکومت جوړېدل زموږ لپاره د منلو وړ نه دي، دغه ماده باید له طرحې لرې شي، که دا طرحه علمي شي په خیر مو نه ده او په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل نه کېږي.))

هغې ونه ویل چې یاده طرحه کوم ګوند یا ارګان جوړه کړې ده.

په دې جرګه کې د بامیانو د خلکو استازي محمد اکبر وویل: ((که په مختلفو طرحو سره په ترکیه ناسته کې ګډون وکړو، ډېر کم احتمال شته چې خلک له اوسني وضعیته وباسو، له واحدې طرحې سره دې په کې ګډون وکړي، راتلونکی نظام دې د خلکو په غوښتنه جوړ شي، ټول پوښتنه دې وشي او خلکو ته دې د ټاکلو حق ورکړل شي چې څه دول نظام غواړي، نظام د خلکو لپاره دی او باید له خلکو پوښتنه وشي او د دوی د پرېکړې په اساس جوړ شي.))

په جرګه کې د کونړ د خلکو استازي طیب عطا وویل: ((له پخوا تر اوسه هېچا پر خلکو او د دوی پر وینه رحم نه دی کړی، افغانستان د څو ټامیانو له خوا اداره کېږي چې د ملت بدبختي یوه ده، خو تر اوسه ۳۵ طرحې وړاندې شوې، نظام باید وساتل شي خو که د کسانو په استعفا سوله راځي باید ټول له خپلو څوکیو تېر شي، ان زه تیار یم که مې په استعفا سوله راشي، استعفا ورکوم.))

هغه وايي، هېڅ کس او لوری باید پر خپلو غوښتنو ټینګار ونه کړي، ځکه د هغه په خبره، د جګړې بار خلک تحمیلوي او خلک په دې ډېر پوهېږي چې جګړه څه پایلې لري.

خو د جرګې غړې فوزیې سادات عطا ته په خطاب وویل: ((څه ضمانت موجود دی چې د ولسمشر تر استعفا وروسته جګړه پای ته رسېږي، نظام او لاسته راوړنې ساتل کېږي، موږ باید ولسمشر ته سپکاوی ونه کړو.))

وروسته د جرګې انتصابي غړي نواز شریف حیات عطا ته په خطاب وویل: ((هېڅ داسې ضمانت نشته چې د ولسمشر تر استعفا وروسته جګړه پای ته رسېږي او سوله راځي، د افغانستان اساسي قانون، نظام او لاسته راوړنې باید وساتل شي.))

عطا حیات ته په خطاب وویل: ((د اساسي قانون د ساتنې پّ اړه چې ته خبره کوې، خپله هم د همدغه قانون خلاف دې جرګې ته راغلی یې، د اساسي قانون له مخې هغه کس چې دې جرګې ته راځي باید ۳۵ کاله عمر ولري خو ته ۲۲ کلن یې.))

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار له حکومت، سیاستوالو او طالبانو وغوښتل چې د ترکیې ناسته کې داسې طرحه وړاندې کړي چې د هېواد ملي ګټې په کې وساتل شي او د هېواد اوسنۍ ستونزې د خلکو د غوښتنو مطابق حل شي.

نوموړي د سولې خبرو په بهیر کې د ملي شورا د ناستو پر داخلېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: ((که په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی او طالبان یې پر عملي کېدو ټینګار کوي له شورا سره شریک شوی وای او د خلکو غوښتنې په کې شاملې شوې وای، اوس به دا ستونزې نه وې، هره طرحه کې د دولت له خوا وړاندې کېږي باید ملي شورا تایید کړې وي او په ناسته کې دې د ملي شورا د دواړو ناستو پلاوي موجود وي.))

د هغه په خبره، که د سیاسیونو او حکومت له خوا واحده طرحه جوړه نه شي او د استانبول په ناسته کې مختلفې طرحې وړاندې شي ښايي د امریکا طرحه د افغانستان پر خلکو وتپل شي.

Views: 42

Exit mobile version