Pajhwok Afghan News

“امنیتي ځواکونو د کندهار ارغنداب کې عملیات چټک کړي دي”

کندهار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۰): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، له هغه وروسته چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یې د وسله والو د یوه لوی برید مخه ونیوله او هغوی ته درنه مرګ ژوبله واوښته، اوس یې دغلته عملیات چټک کړي دي.

هغوی زیاتوي، تر دې مهاله د یادې شوې ولسوالۍ له ډېرو سیمو وسله وال ایستل شوي، کم شمېر کلي پاتې دي چې هلته د دوی چاڼيز عملیات روان دي.

چارواکي یادونه کوي چې د دوی لپاره لوی سرخوږی ځمکني ماینونه دي، تر دې مهاله افغان ځواکونو له ۴ زره ډېر ماینونه کشف او شنډ کړي او همدومره نور پاتې دي چې له ایستلو وروسته به بې ځایه شوو کورنیو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

په ارغنداب ولسوالۍ کې د پيل شوو عملیاتو قوماندان نظر علي افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې عملیات بریالي روان دي، له ډېرو سیمو طالبان ایستل شوي، جسدونه او موټرسایکلونه یې پر ځای پاتې دي.

دی وايي، اوس مهال په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات روان دي، هڅه کېږي چې پاتې سیمې او کلي هم له وسله والو پاک شي.

خو ده یادونه وکړه چې تر ټولو لویه ستونزه ځمکني ماینونه دي چې د بې ځایه شوو کورنیو د بېرته راستنېدو مخه یې نیولې ده.

ده وویل، امنیتي ځواکونو تر دې مهاله په دې ولسوالۍ کې له ۴ زره ډېر ماینونه کشف او شنډ کړي او همدومره نور پاتې دي چې د ایستلو چارې یې روانې دي.

ده خبر ورکړ چې د ماینونو تر ایستلو وروسته به ډېر ژر اجازه ورکړي چې بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

په ارغنداب کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو قوماندان سربلند وايي، دا چې په دې ولسوالۍ کې جګړه اوږده شوه، نو یوازینی لامل یې دا و چې دوی له ډېر شدید احتیاط څخه کار اخیست څو ملکي وګړو ته زیان وا نه وړي.

دی زیاتوي، د دوی د پر له پسې عملیاتو په پایله کې وسله وال ځپل شوي، هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، وسایط او مهمات یې له منځه تللي دي.

د ملي امنیت صفر درې قطعې یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل، دوه ورځې مخکې وسله والو د دوه چارج شوو هاموې ټانکونو او ۱۰ ځانمرګو بریدګرو په وسیله غوښتل د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي.

سرچینه وايي، دغه وسله وال د دې ولسوالۍ په تابین سیمه کې د افغان هوايي ځواک له خوا په نښه شول او د F16 جیټ الوتکو په مټ ورباندې پر له پسې بمبار وشو.

د سرچینې په خبره، د دغو بریدونو په پایله کې د ۱۰ ځانمرګو په ګډون ۷۰ وسله وال ووژل شول، ۲ چارج شوي هاموې ټانکونه او د دوی یو  شمېر نور وسایط او مهمات له منځه یووړل شول.

یاده شوې سرچینه هم وايي، چې په دې ولسوالۍ کې وسله والو ته درانه زیانونه اوښتي او ډېر ژر به د هغوی له شتونه پاکه شي.

د ارغنداب ولسوال انجنیر محمد شریف وايي، په دې ولسوالۍ کې پيل شوې جګړې چې شپږ میاشتې وغځېده درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ د ۳۹ لویو کلیو ۸۰ سلنه کورنۍ کډوالې شوي او ۸۰ سلنه کرنه زیانمنه شوې ده، دغه راز د کلیو او باغونو لارې په ماینونه پوښل شوي، وسله والو د خلکو په کورونو کې تیرکښونه، نغمونه او سنګرونه جوړې کړي، پلونه، سړکونه او ښوونځي یې ویجاړ کړي دي.

ده وویل، د جګړې له امله د خلکو کورونه او باغونه ویجاړ شوي او له دې هر څه سربېره جګړې د ولسوالۍ کرنه ۸۰ سلنه زیانمنه کړې ده چې د ټول ولایت لپاره لویه اقتصادي ضربه ده.

ولسوال وویل، په ارغنداب کې جګړې داسې مهال پیل شوې چې د انارو د حاصلاتو د ټولولو وخت و، یو له خو له لویه سره انار طبیعي افاتو او امراضو زیانمن کړي وو خو جګړې دا زیان یو په دوه کړ.

د ده په خبره، د جګړې له امله ان خلک و نه توانېدل پر خپلو ځمکو د مني او ژمي موسم فصلونه وکري.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو د جګړو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي چې ولایتي اداره باید پاملرنه ورته وکړي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي میرا جان پژواک خبري اژانس ته وویل، په لومړي ګام کې دا ډېره مهمه ده چې دغه ولسوالي خوندي شي، لارې، سیمې او کلي له ماینونو پاکې شي او بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

دی وايي، له دې وروسته دې د ولسوالۍ ویجاړ شوي سړکونه، پلونه او نور ټولګټي ځایونه ورغول شي چې په جګړه کې درانه زیانونه ور اوښتي دي.

د ارغنداب د منارې سیمې اوسېدونکي عبدالنافع چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د جګړې له امله کندهار ښار کې استوګن دی، پژواک ته وویل، زرګونو کورنیو یخ ژمی له خپلو کورونو لرې په ډېرو سختو کړاوونو تېر کړ.

د ده په خبره، زرګونو کورنیو خپل کورونه او باغونه همداسې پرې ایښي او ښار ته راکډه شوي او په دې تمه دي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د ارغنداب یوه بل اوسېدونکی نظر محمد چې له خپلې نهه کسیزې کورنۍ سره یو ځای کندهار ښار ته را کډه شوی وايي، د جګړې او ماینونو له امله یې خپل کور او باغ چې ټول کال یې د هغه حاصل اخیستو ته تېر کړی و، پرې ایښي او په کندهار ښار کې یې د یوه خپل په کور کې اړولي دي.

هغه پژواک ته وویل، نه پوهېږي دا وحشت، وژنې، جګړې او کډوالي به تر څو روانه وي، د دوی خو تمه دا وه چې سوله به وشي خو برعکس نوې جګړې پیل شوې.

دی هم په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې ولسوالي کې جګړه ودرېږي او بېرته خپل کور او کلي ته ستون شي.

په ارغنداب کې له پیل شوې جګړې شپږ میاشتې تېرېږي، لومړی ځل جګړې یوه میاشت وخت ونیو چې دغه ولسوالي له وسله والو پاکه اعلان شوه خو دویم ځل جګړې څه باندې څلور میاشتې وخت ونیو.

له هغه وروسته چې په ارغنداب کې د امنیتي ځواکونو عملیات چټک شوي، وسله والو طالبانو یې هم پر وړاندې غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې که د بهرنیو ځواکونو په استخباراتي ملاتړ پيل شوي عملیات بند نه شي نو دوی به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

Views: 529

Exit mobile version