ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښوونځیو زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کموالي شکایت کوي

د هرات ښوونځیو زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کموالي شکایت کوي

author avatar
7 Apr 2021 - 17:48
د هرات ښوونځیو زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کموالي شکایت کوي
author avatar
7 Apr 2021 - 17:48

هرات ښار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۰): په هرات ولایت کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي د درسي کتابونو او ښوونکو د کموالي له امله شکایت کوي.

دغه زده کوونکي وایي چې هر کال ورته په کم شمېر درسي کتابونه وېشل کېږي؛ خو ډېری زده کوونکي بیا اړ دي دغه کتابونه له بازاره وپېري.

د هرات ښوونځیو زده کوونکي وایي، ډېرې کورنۍ د کتابونو اخیستلو توان نه لري او مجبورې دي ښوونیز کال له کتابونو پرته پای ته ورسوي.

د هرات ښار یوه ښوونځي زده کوونکې فرشته حکیمي وایي، سږ کال یې له ټولو ۱۵ مضمونونو یوازې ۲ ترلاسه کړي دي.

هغې وویل چې تېر کال یې هم ښوونځي کې ۳ کتابونه ورکړي وو او سږ کال هم اړه ده خپل درسي کتابونه له بازاره وپېري.

هغې زیاته کړه: «له بده مرغه هر کال مو کتابونه لږ وي او مجبور یو له بازاره یې وپېرو، کتابونه هم ارزانه نه دي او ډېرې کورنۍ یې د پېرلو توان نه لري.»

د هرات ښار یوه ښوونځي اتم ټولګي زده کوونکی مصطفی هم د کتابونو او ښوونکو له کمښته شکایت کوي او پژواک ته یې وویل: «ښایي هر کال درې یا څلور زده کوونکي چې نومونه یې د حاضرۍ په سر کې وي، ټول کتابونه ترلاسه کړي، نور زده کوونکي ښایي له ۱۵ کتابونو ۳ یا ۵ ترلاسه کړي.»

په یاد ولایت کې د ښوونځیو دوه زده کوونکي مهدي او سهیلا هم د دې ستونزې په اړه اندېښمن دي او وایي ځیني مضمونونه ښوونکي هم نه لري.

هغوی له دولته، په ځانکړي ډول پوهنې ریاسته غواړي څو د کتابونو د کمښت ستونزې ته رسېدنه وکړي.

په هرات کې یو شمېر کورنۍ هم په ښوونځیو کې د درسي کتابونو او ښوونکو د کمښت ستونزې ته اندېښمنې دي وایي، هغه کورنۍ چې پیسې لري، خپل اولادونه شخصي ښوونځیو ته استوي؛ خو بې وزله کورنۍ اړې دي د پوهنې دغه ستونزه وزغمي.

په هرات ولایت کې مدني فعالان د پوهنې پر وزارت نیوکه کوي وایي، له درېیو کلو راهیسې هرات ته هېڅ نوی کتاب نه دي ورکړل شوي.

په دغه ولایت کې مدني فعال سید اشرف سادات پژواک ته وویل چې د هرات ښار او ولسوالیو په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمښت لویه ستونزه ده چې د مدني فعالانو عدالت غوښتنو سربېره، پوهنې وزارت دغه ستونزه نه ده هواره کړې.

د هغه په وینا، د درسي کتابونو تاریخ درې کاله دی او اوس زده کوونکو ته لږ ورکړل شوي کتابونه هم زاړه شوي دي.

د هرات پوهنې رییس ذکریا رحیمي له څلورم تر دوولسم ټولګيو د کتابونو او ښوونکو کمښت تایید کړ خو ویې ویل چې ټاکل شوې د روان کال غویي میاشتې تر لومړۍ اوونۍ د پوهنې وزارت له خوا پنځه میلیونه ټوکه کتابو هرات ولایت ته ورسېږي او دغه ستونزه هواره شي.

د هرات پوهنې رییس د ښوونکو کمښت لویه ستونزه وبلله او ویې ویل چې هرات دا مهال د پنځه زره ښوونکو له کمښت سره مخ دی.

هغه وویل، مخکې کلونه به یې دغه ستونزه د حق الزحمې معلمانو له لارې حلوله، خو سږ کال پوهنې وزارت د هېواد پوهنې ریاستونو ته د حق الزحمه ښوونکو ګومارنې په اړه څه نه دي ویلي.
هغه ټینګار وکړ چې دغه ستونزه یې له پوهنې وزارت سره شریکه کړې او ستونزې ژر هوارېدو ډاډ یې ورکړی دی.

د یادونې ده، د هرات ولایت سربېره، په نورو ولایتونو کې هم زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.