ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم «د سولې حکومت» د سولې طرحه کې شامل کړی

ولسمشرۍ ماڼۍ هم «د سولې حکومت» د سولې طرحه کې شامل کړی

author avatar
7 Apr 2021 - 13:27
ولسمشرۍ ماڼۍ هم «د سولې حکومت» د سولې طرحه کې شامل کړی
author avatar
7 Apr 2021 - 13:27

کابل (پژواک، ۱۷ حمل ۱۴۰۰:( د مصالحې عالي شوار د ولسمشرۍ ماڼۍ د طرحې په ګډون چې د «سولې حکومت» هم په کې شامل دی، د سولې لپاره د ۲۵ وړاندیز شوو طرحو پر توحید کار کوي.

ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو د استانبول ناسته د روانې میلادي میاشتې په جریان کې جوړه شي. که څه هم د استانبول ناستې د جوړېډو نېټه لا هم په رسمي توګه نه ده اعلان شوې خو ځينو رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې امریکا، ترکیه او ملګري ملتونه د ناستې جوړېډو پر نېټه سلا شوي دي.

د راپورونو له مخې، افغان حکومت، د ملي شورا ناستو، مصالحې عالي شورا، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، د صلاح الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت، ملي جنبش او ځینو نورو ګوندونو او بنسټونو د ترکیې ناستې ته وړاندې کولو لپاره د سولې طرحې جوړې کړې دي. د سولې عالي شورا وايي چې اوس مهال د دې طرحو پر توحیدولو کار کوي.

د مصالحې عالي شوار ویاند فریدون خوځون نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه دې شورا ته د سولې تر ۲۵ ډېرې طرحې رسېدلې دي.

هغه له جزئیاتو پرته د یادو طرحو په اړه وايي، په یادو ۲۵ طرحو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ، ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند، د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي او نورو سیاسي ګوندونو او بنسټونو طرحې شاملې دي.

هغه زیاته کړه، د دې شورا طرحو د توحید کمېټې غړو د اسلامي جمعیت ګوند د مهم غړي او د پخواني ولسمشر د مرستیال محمد یونس قانوني په مشرۍ له تېرې ورځې راهیسې پر یادو طرحو کار کوي، څو په ترکیه ناسته کې د وړاندې کولو لپاره واحده طرحه جوړه شي.

د هغه په خبره، دغه کمېټه به د استانبول ناستې تر جوړېدو پورې یوه واحده طرحه جوړه او د مصالحې عالي شورا له رهبرۍ سره شریکه کړي. هغه روښانه کړه چې د وروستۍ طرحې جزئیات به له خلکو سره شریک شي.

پژواک له دې طرحو تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ او حزب اسلامي د طرحو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

د حکومت طرحه

د حکومت طرحه په درېیو برخو وېشل شوې ده:

۱ ــ د سیاسي توافق برخه

  • پر مطلوب حالت توافق
  • پر اوربند او نړیوال نظارت توافق
  • د سولې حکومت پر اصولو توافق
  • د سیمه ییز او نړیوال ضمانت ترلاسه کول او له تروریزم سره د مبارزې چوکاټ لپاره هڅې
  • د لویې جرګې له خوا تایید

۲ــ د سولې حکومت

  • مطلوب حالت ته سولې ته د رسېدو لپاره د منطقي پلان جوړول
  • د اساسي قانون حاکمیت، د تطبیق لپاره یې قانوني میکانیزم
  • د حکومتدارۍ او توسعې لپاره پروګرامونه
  • امنیت، اوربند او له تروریزم سره مبارزه
  • د ټاکنو ترسره کېدل

پژواک ته یوې سرچینې وویل، د ولسمشرۍ ماڼۍ د طرحې له مخې، ولسمشر او ټول هغه کسان چې «سولې حکومت» کې شامل دي، په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون حق نه لري، د سولې حکومت د وخت لپاره له درېیو تر نهو میاشت وړاندوینه شوې ده.

۳ــ د سولې اعمار، دولت جوړونه، مارکېټ جوړول

  • د اساسي قانون چوکاټ
  • سیاسي تړون
  • د کډوالو او بېځایه شوو مجدد ادغام
  • امنیت
  • د حکومت لومړیتوبونه او پراختیايي لومړیتوبونه

پژواک د حکومت د طرحې په اړه له دې زیات معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د یادونې ده، ولسمشر له دې مخکې څو څو ځلې ټینګار کړی چې قدرت باید د اساسي قانون مطابق د ټاکنو له لارې انتقال شي.

د حزب اسلامي طرحې مهم معلومات

  • له افغانستانه د اجنبي ځواکونو وتل
  • د انتقالي حکومت تشکیل
  • د دولت عالي شوار تشکیل
  • د ټاکنو نوی کمېسیون جوړول
  • ټاکنې
  • لویه جرګه ترسره کول

ګلبدین حګمتیار تېره اوونۍ په یوه خبري ناسته کې په دې اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وویل: «د ټولو لپاره د منلو وړ اشخاصو په ګډون د انتقالي حکومت تشکیل چې دغه ځانګړتیاوې ولري: غیر ایتلافي، متحد او یو لاس وي، اقتدار یې نه پر سیاسي ګوندونو او نه پر قومونو ووېشل شي، اساسي دنده یې له اوسني حکومته راتلونکي مشروع حکومت ته د واک سوله ییز لېږد، برجسته غړي یې په ټاکنو کې د ګډون او پنځو سیاسي ډلو او ټاکنیزو ټېمونو ملاتړ ونه لري او د کار موده یې شاوخوا یو کال وي.»

دغه راز هغه زیاته کړه چې د انتقالي حکومت په دوران کې د حکومت عالي شورا د هېواد په ټولو مهمو قضیو کې د پرېکړو کولو عالي مرجع او د حکومت پر کړنو نظارت کوونکې ده او انتقالي حکومت د خپلو پرېکړو عملی کوونکی دی.

حکمتیار د دغه ګوند طرحې پر بنسټ وايي چې د دولت عالي شورا به د نفوذ لرونکو سیاسي ګوندونو له رهبرانو جوړه او د سولې خبرو اترو په پروسه کې به شامل وي او د انتقالي حکومت مشر به هم د دې شورا غړی وي.

هغه زیاته کړه چې دولت د عالي شورا ماڼۍ  د څرنګوالي په اړه به همدغه شورا مناسبه پرېکړه وکړي.

هغه د دغه ګوند په طرحه کې د شاملو ټاکنو په اړه وویل، په یو ځل ټاکنو او رایه ورکونه دې هم ولسمشر وټاکل شي او هم دې د ملي شورا، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو لپاره غړي وټاکل شي.

د حزب اسلامي مشر لویه جرګه د ملت د ارادې تر ټولو عالي ممثله وبلله او زیاته یې کړه: «مهم ملي امور، لکه د اساسي قانون تسوید او تصویب، د هېواد راتلونکي نظام څرنګوالی، د ملي اردو او امنیتي ځواکونو د جوړښت ترکیب، سیاسي ګوندونه او د هغو د جوړښت څرنګوالی او په ټولنه کې یې د قانوني مسوولیتونو او دندو رول، د هېواد د اتباعو مدني او ټولنیز حقوق، د حکومت داخلي او بهرني سیاستونه، له نورو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تړونونو او معاهدو بررسي به د لویې جرګې صلاحیت او دندې وي.»

په دې طرحه کې راغلي چې لویه جرګه د ملي شورا له ۲۵۰ غړو، د ولایتي شورا ګانو ۳۴ رییسان او د ولسوالیو شوراګانو له ۳۶۴ رییسانو تشکیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې غړو نن د وړاندې شوو طرحو پر توحید ټینګار وکړ، ویې ویل چې ښایي د دې طرحو د نه توحیدېدو په صورت کې د امریکا د سولې طرحه د افغانستان پر خلکو وتپل شي.

د امریکا متحده ایالتونو طرحه

د امریکا متحده ایالتونو هم له دې وړاندې (د افغانستان سولې هوکړه لیک) طرحه وړاندې کړې ده.

دغه طرحه له درېیو برخو؛ د افغانستان راتلونکي لپاره د لارښوونو اصول، د سولې انتقالي حکومت او سیاسي نقشه، دوامدار او هر اړخیز اوربنده جوړې شوې ده.

۱- د افغانستان راتلونکي لپاره د لارښوونې اصولو مهم موارد

  • د حکومت جوړښتونو ته د اسلامي مشورو وړاندې کولو لپاره د اسلامي فقهې عالي شورا.
  • ملي امنیتي بنسټونه دې نه یوازې په رسمیت وپېژندل او ساتل شي، بلکې د افغانستان نوی اساسي قانون باید د دغو بنسټونو پیاوړتیا تضمین کړي.
  • راتلونکی اساسي قانون باید د هېواد ملي سیاسي رهبرۍ ټاکلو لپاره د ازادو او رڼو ټاکنو ترسره کېدل تضمین کړي.

۲- د سولې انتقالي حکومت مهم موارد او د سیاسي لارې نقشه

  • د سولې تشکیل شوی انتقالي حکومت او تر هغه مهاله چې واک د نوي اساسي قانون له تصویب وروسته، د سولې له حکومته منتخب او دایمي حکومت ته انتقالېږي، واک به یې په لاس کې وي.
  • د لومړي انتخاب له مخې، اجرائیوي اداره د دولت د یوه رییس، د دولت د رییس مرستیالانو چې شمېر یې نه دی مشخص شوی، د کابینې له وزیرانو، خپلواکو رياستونو او نورو ادارو جوړېږي.
  • دویمه انتخاب، د دولت اجرایوي اداره، د دولت له رییس او صدراعظم سره له مرستیالانو سره چې شمېر یې نه دی معلوم، د کابینې له وزیرانو، خپلواکو ادارو او نورو ادارو څخه جوړه ده.
  • د دولت رییس، د دولت د رییس مرستیالان [او کابینه] د دواړو اړخونو ترمنځ هوکړې له مخې، داسې ټاکل کېږي چې دواړو اړخونو ته د منلو وي.
  • هغه کسان چې د سولې په انتقالي حکومت کې د دولت د رییس او مرستیلانو په توګه ټاکل کېږي، په راتلونکي کې هېڅکه نه شي کولای په افغانستان کې د دولت د رییس یا حکومت د رییس په توګه نوماند شي.
  • د سولې حکومت اجرائیوي اداره، د اوربند کمېسیون پر رامنځته کولو موظفه ده.
  • د ملي شورا په اړه دوه لارې دي، لومړی، ولسي جرګه به د اوسنیو غړو پر ژمنو سربېره، د طالبانو هغه استازو په ټاکلو سره چې شمېر یې نه دی معلوم، د سولې حکومت دورې تر پایه او ټاکنو تر ترسره کېدو. مشرانو جرګه د دواړو لورو له غړو جوړه ده. د دویمې لارې له مخې، ملي شورا د سولې حکومت د کار په دوره کې وځنډول شي او د قانون جوړونې صلاحیت دې اجرائیو ادارې ته ولېږدول شي.
  • د سترې محکمې غړو شمېر نه دی مشخص شوی خو دواړو لوري په مساوي ډول، سترې محکمې ته د غړیتوب لپاره کسان معرفي کوي او وروستی غړی د دولت د رییس له خوا ټاکل کېږي.
  • د سولې حکومت ته د لارښوونې او مشورې ورکونې په موخه د دولت رهبرۍ شورا رامنځته کول.
  • د طالبانو له خوا د نوو غړو په ټاکلو سره د ولایتي شوراګانو پراخوالی.
  • د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د ۲۱ کسیز کمېسیون تدوین. دواړه لوري به ۱۰ – ۱۰ غړي ور پېژني او ۲۱م غړی دې د دولت د رئیس له خوا ور معرفي شي.

۳- د دایمي او هر اړخیز اوربند مهم موارد

  • د جګړې لوري، د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته دې طالبان سملاسي ټول نظامي، تهاجمي او خصمانه عملیات پای ته رسول اعلان او تطبیق کړي.
  • طالبان باید ژمنه وکړي خپل نظامي تشکیلات او دفترونه افغانستان ته ولېږوي، له بهرنیو هېوادونو سره نظامي اړیکې پرې کړي او د نظامي او سرتېرو له تشکیلاتو ډډه وکړي. پر دې سربېره دواړه اړخونه باید متعهد شي، د سولې له حکومت سره د بریالي تطبیق لپاره اوربند وکړي، خپل ځواکونه مدغم کړي او د سولې له حکومت سره مرسته وکړي.
  • د اوربند د تطبیق او نظارت لپاره د اوربند کمېسیون جوړ شي. هر لوری دې ۴-۴ کسان د غړیتوب لپاره دغه کمېسیون ته ورمعرفي کوي او نهم غړی د دولت د رییس له خوا ټاکل کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.