Pajhwok Afghan News

جوزجان کې ۷۲ ښځې له نهه میاشتني روزنیز حرفوي کورسه فارغې شوې

شبرغان (پژواک ۱۹ وری ۱۴۰۰): لسګونو ښځو د شبرغان په ښار کې له ۹ میاشتنیو روزنیزو حرفوي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل او خپل لاسي صنایع یې د درېیو ورځو لپاره نندارې ته کېښودل.

دغه ۷۲ ښځې چې په څلورو کاري برخو کې یې د اکتید له دفتره د فراغت سندونه ترلاسه کړل، ادعا کوي سره له دې چې د لاسي صنایع محصولاتو چمتو کولو برخه کې یې کارونه ښه پر مخ ځي، خو په ټولنه د ځینو کسانو له مزاحمتونو او ننګونو سره مخ دي.

زرمینه رحیمي چې په د بیک ګنډنې برخه کې یې نهه میاشتې روزنه لیدلې، وویل ((زه ډېره خوشحاله چې نن کولی شم ځان او نورو ته له چرم او تکې نه بیک وګنډم او له دې لارې پیسې پیدا کړم.))

هغې زیاته کړه چې دغه کار کولی شي دا له اقتصادي اړخه پر بسیاینې ته ورسوي.

رحیمي زیاته کړه: ((هیله لرم چې کار وده وکړي او زه نورو ښځو ته الګو شم، څو هغه نورې چې په خپلو کورونو کلابندې دي، را بهر شي، څو د خپل ځان او راتلونکي لپاره یو کار ترسره کړي.))

لطیفه یوه بله ښځه چې په ۹ میاشتني کورس کې سینګار یا ارایشګري زده کړې، پوهېږي چې دغه کسب دا د اقتصاد ښه والي ته سوقوي.

نوموړې وویل، ځکه دغه کار ښه درامد لري او کولای شي له دې لارې ځان او کورنۍ لپاره د ژوند په جوړولو کې ګټه واخلي.

نوموړې هیله وښوده چې په هېواد کې سوله راشي، څو ښځې وکولی شي له سړیو سره څنګ په څنګ په ټولنه کې کار وکړي او د خپلو کورنیو اقتصاد په ښه کولو کې رول ولوبوي.=

د اکتید دفتر مسوول انجینر امان الله امین پژواک ته وویل چې د اکتید دفتر له ۲۰۲۱ کاله راپه دېخوا د کلیو پایدارې ودې تر عنوان لاندې برنامه په هېواد کې عملي کړي او له درېیو کلونو راهیسې دغه برنامه د شبرغان ښار کې هم فعالیت لري.

هغه زیاته کړه: ((موږ په دې موده کې درې دورې روزنیز کورسونه په شبرغان ښارکې ترسره کړي چې په هره دوره کې د بېوزلو کورنیو ۷۲ ښځې په کې شاملې وې.))

نوموړي وویل دغه ښځې د زرو ښځو له ډلې د یوې ارزونې له لارې له هغو کورنیو انتخاب شوې چې د ځینو ملحوظاتو له امله یې نجونې او ښځې له تحصیله پاتې وې.

د اکتید دفتر مسوول وویل چې د هرې دورې فارغینو ته د شپېتو زرو افغانیو په ارزښت وسایل او د کارګاه شپږ میاشتني مواد ورکول کېږي څو وکولی شي د هغو په وسیله خپل کار تنظیم کړي.

اوس هم ۷۲ نورې ښځې د دغه ۹ میاشتني کورس پروګرام تر پوښښ لاندې دي او هره ورځ د سهار له اتو بیا د مازدیګر تر څلورو بجو د مجربو استادانو له خوا روزنه، د غرمې ډوډۍ او تګ راتګ لپاره کرایه هم ورکول کېږي.

Views: 30

Exit mobile version