ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حزب اسلامي پلویانو هرات او ننګرهار لاریونونه وکړل

د حزب اسلامي پلویانو هرات او ننګرهار لاریونونه وکړل

author avatar
9 Apr 2021 - 22:18
د حزب اسلامي پلویانو هرات او ننګرهار لاریونونه وکړل
author avatar
9 Apr 2021 - 22:18

جلال اباد (پژواک ۲۰ وری ۱۴۰۰): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د-حزب اسلامي سلګونه پلويانو جلال اباد او هرات ښارونو  کې د يو لاريون پرمهال د سولې راتګ لپاره د انتقالي حکومت په رامنځته کېدو ټينګار وکړ.

دوی دغه راز پر حکومت نيوکه وکړه چې د سولې لپاره رښتينې هڅې نه کوي او يوازې د طرحو په جوړېدو يې وخت مصرف کړی دی.

د حزب اسلامي دغو پلويانو دا غوښتنه هم وکړه چې حکومت دې دوی سره د سولې په هوکړه ليک کې کړې ژمنې عملي کړي که نه دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

د حزب اسلامي دغو پلويانو چې د وري په ۲۰مه سهار يې د جلال اباد ښار له عيده جومات څخه خپل لاريون پيل کړی و د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مخې ته يې پای ته ورسوه.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي عبدالستار خواصي په خپلو خبرو کې پر حکومت د دې له امله نيوکې وکړې چې ګواکې طالبانو د سولې لپاره رښتيني نه دي او يوازې د ولس د تېر ويستنې لپاره طرحې جوړوي.

ده غوښتنه وکړه چې د سولې د راتګ لپاره بايد د حکومت واک انتقالي ادارې ته وسپارل شي چې ټاکنو ته زمينه برابره کړي او د طالبانو شرايط ومنل شي.

د لاريون يو ګډونوال او د حزب اسلامي غړي سيد حکيم وويل چې د دغه لاريون موخه يې د خپلو حقونو غوښتنه ده.

دی زياتوي حکومت له حزب اسلامي سره د سولې په هوکړه کې د اتلسو مادو په چوکاټ کې ژمنې کړې وې خو تر اوسه يې نه دي عملي کړي او که يې غوښتنې ونه منل شي نو خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

د لاريون ګډونوالو په يو پرېکړه ليک کې هم د سولې د راتګ لپاره له اوسني حکومته وغوښتل چې واک يو انتقالي حکومت ته پرېږدي او دغه راز يې د اوربند په رامنځته کېدو هم ټينګار کړی دی.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.