Pajhwok Afghan News

هرات کې اورلګېدنې یو میلیون ډالر زیان اړولی

هرات(پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۰): د هرات سیمه ییز مسوولین وايي چې د هرات ښار په شمال کې د مایع ګاز په دوو شرکتونو کې د اور لګېدنې له امله یو میلیون ډالر زیان اوښتی دی.

د هرات د واردوونکو ټولنې رییس ظاهرشاه توخي وویل، نن سهار د هرات ښار په شمالي سیمه کمر کلاغ کې د مایع ګازو په یوه شرکت کې د ګازو د ټانکر د خالي کېدو پر مهال اور لګېدلی چې له امله یې په یاده سیمه کې د ګاز دوو شرکتونو ته مالي زیان رسېدلی دی.

هغه روښانه کړه چې په دې پېښه کې له ۱۵ تر ۲۰ د ګازو ټانکر، د دوو شرکتونو تاسیسات او د ګازو یوه زېرمه له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه: ((د ګازو یو ټانکر په پرچون پلورونځي کې د خالي کېدو په حال کې و چې اورلګېدنه رامنځته شوه، د نفتو یوه زېرمه او تاسیسات وسوځېدل، له ۱۵ تر ۲۰ تش ټانکرو هم اور واخیست، هغه زیانونه چې تر اوسه مو یې بروارد کړی یو میلیون ډالرو ته رسېږي.))

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حاجي سعید صدیقي چې د دې پېښې یو زیانمن دی وویل، ۱۵ ټانکر چې په دې پېښه کې سوځېدلي د لویو لارو د تړل کېدو له امله دلته ولاړ وو چې نن ورځ وسوځېدل.

هغه هم روښانه کړه، لومړني معلومات ښيي چې شاوخوا یو میلیون ډالر زیان اوښتی دی.

په ورته وخت کې د هرات والي جیلاني فرهاد د اورلګېدنې لامل بې احتیاطي او د ګاز د خالي کېدو پر مهال د ایمني ټکو نه مراعاتول وبلل او ویې ویل، د اطفايي د ټېمونو د پر وخت رسېدو له امله د ډېرو زیانونو مخه ونیول شوه.

هغه زیاته کړه: ((له نېکه مرغه د اطفایې ټېم له ډېرو هڅو، خصوصي سکټور سره د پولیسو او ملي اردو د همکارۍ له امله اور مهار شو او د زیانونو د معلومولو په پار څېړنې دوام لري او دغه اور لګېدنه کې د مالي زیانونو ترڅنګ یو کس په سطحي ډول ټپي شوی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې څو کاله مخکې هم په دې سیمه کې د ګازو څو شرکتونو اور واخیست چې له امله یې د سیمې تر لس اوسېدونکو ډېرو ژوند له لاسه ورکړ.

د یادونې ده چې دوه میاشتې مخکې هم د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې د سوداګریزو توکو او نفتي موادو تر ۱۵۰۰ ډېر موټر له منځه تللي دي.

Views: 32

Exit mobile version