ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د ترکيې ناستې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلى

خليلزاد د ترکيې ناستې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلى

author avatar
10 Apr 2021 - 10:59
خليلزاد د ترکيې ناستې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلى
author avatar
10 Apr 2021 - 10:59

کابل (پژواک، ٢١ ورى ١٤٠٠): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د ترکيې ناستې په اړه د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلى دى.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، د وري په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل چې خليلزاد تېره شپه کابل ته را رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې، ټاکل شوې چې خليلزاد نن له ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره د سولې پر وروستيو پرمختګوتو او ترکيې ناستې په اړه سلا مشوره وکړي.

يادې حکومتي سرچينې وويل چې هغه به له يو شمېر نورو افغان سياستوالو سره هم وګوري.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان سولې په تړاو د ترکيې په استانبول ښار کې  د افغان حکومت، سياسيونو او  طالب استازو ترمنځ ناسته په روانه مياشت کې ترسره شي.

ځينې سرچينې وايي چې دا ناسته به د اپرېل په ١٦مه خو ځيني نور بيا وايي چې ښايي د اپرېل په ٢٥مه ترسره شي، خو تر اوسه يې کره  رسمي نېټه نه ده په ډاګه شوې.

ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله او يو شمېر سياستوالو د ترکيې ناستې په تړاو د سولې طرحې جوړې کړې دي او د ملي روغې جوړې عالي شورا له تېرو څو  ورځو راهيسې د دې طرحو پر توحيد کار کړى او د تېرې پنجشنبې په ورځ يې کار پاى ته رسېدلى دى.

سرچينې وايي چې د جمهوريت په استازيتوب به د افغانستان حکومت واحده طرحه د ترکيې ناستې ته وړاندې کړي، خو ځيني سياسيون بيا وايي چې د حکومت اپوزېسيون هم خپله طرحه جلا وړاندې کوي.

Views: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.