ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو له افغان حکومته د شین کوریزو ګازونو خپرېدو کمولو غوښتنه کړې ده

ملګرو ملتونو له افغان حکومته د شین کوریزو ګازونو خپرېدو کمولو غوښتنه کړې ده

author avatar
11 Apr 2021 - 17:45
ملګرو ملتونو له افغان حکومته د شین کوریزو ګازونو خپرېدو کمولو غوښتنه کړې ده
author avatar
11 Apr 2021 - 17:45

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ١٤٠٠): په افغانستان کې د ۲۷ کلونو موده کې د شین کوریزو ګازونو خپرېدو کچه له ۱۸ میلیون ټنو ۴۳ میلیونو ټنو ته رسېدلې او د هوا تودوخه ۱،۸ درجې لوړه شوې او ملګرو ملتونو له افغانستانه غوښتي چې د دغو ګازونو خپرېدل ۱۳ سلنه کم کړي.
دغه څرګندونې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هغه راپور برخه ده چې د لومړي ځل لپاره یې له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۷ کال پورې د افغانستان "د شین کوریزو ګازونو" څېړنې بر بنسټ چمتو کړی دی.
د یادې ادارې معلوماتو له مخې، دغه ګازونه د ځمکې د اتموسفیر (فضا) په جوړښت کې له طبیعي او انساني کړنو د راولاړ شوو ګازونو برخې دي چې د ځمکې له سطحې، اتموسفیر او ورېځو څخه د ځانګړو موجونو په محدوده کې خپرېدونکې وړانګې د ماورای بنفش (انفرارېډ) وړانګو په بڼه جذب او بېرته د اوږدو موجونو په محدوده کې خپرېږي چې د اوبو بخار، کاربن دای اکساید، نایټروس اکسایډ او میتان ګازونه په کې شامل دي.
یادې ادارې نن په کابل کې په دې اړه د جوړ شوي راپور کتنه وکړه.
په یاده اداره کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام کارکوونکي محمد منیب نوري په دې اړه جوړې شوې ناستې ته وویل چې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون کنوانسیون لپاره یې په لومړي وار له ۱۹۹۰ کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې د افغانستان ۳۵۴ فعالیتونه - چې د شین کورینو ګازونو په خپرېدنې کې ونډه لري- څېړلي دي.
دی وايي: "د دې راپور لومړی نتیجه دا ده چې موږ ته له جنګونو مخکې او وروسته وضیعت راښيي؛ لکه د مثال په ډول ۱۹۹۰ کال کې زموږ د ټولو شین کوریزو ګازونو خپرېدل تر ۱۸ میلیون ټنو په شاوخوا کې و، خو اوس که تاسو وګورئ هغه له ۴۳ میلیونو ټنو څخه زیاتېږي."
هغه زیاته کړه، په یادو شمېرو کې د انرژۍ له سکټوره ۵۰ سلنه او د کرنې له سکتوره ۴۶ سلنه د یادو ګازونو خپرېدل ډېر شوي، خو د صنعت او اضافي له کاره لوېدلو توکو د ګازونو خپرېدو ونډه بیا کمه ده.
نوري زیاتوي: "هر څومره چې په اتموسفیر کې د یادو ګازونو غلظت ډېریږي، په هماغه اندازه د ځمکې په کره کې تودخه زیاتېږي، له همدې امله پخوا نسبت اوس ته د هوا اوسط په کلنۍ کچه یو سانتي گریډ درجه لوړ و، خو اوس افغانستان بدبختانه یو عشاریه اته درجې دی."
نوري وویل، د ملګرو ملتونو اقلیم بدلون کنوانسیون د یادو ګازونو ډېروالي له امله له افغانستانه غوښتي چې د دغو ګازونو خپرېدل ۱۳ سلنه کم کړي.
دی وايي، د شین کوریزو ګازونو کمښت لپاره مالي سرچینو ته اړتیا ده، د افغانستان دولت نه شي کولای چې دا کم کړي او دولت په همدې موخه له ۲۰۲۰ میلادي کال نه تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې له نړیوالې ټولنې څخه د ۱۷.۴ میلیارده ډالره غوښتنه کړې ده.
یادې غونډې ته د برېښنا شرکت مالي رییس صفي صاحبزاده وویل چې دغه شرکت په افغانستان کې د یادو ګازونو کمښت لپاره د لمریزې برېښنا نصبولو پروژې تر ۹۵ میګاواټه پورې پلې کړې دي.
دی وايي: "د لمریزې برېښنا ۲۴۱ میګاواټه پروژې پلې کولو په حال کې دي چې ډېر ژر به بشپړې شي او د ۹۵۲ میګاواټه په ظرفیت لرلو نورې پروژې په راتلونکو پلانونو کې نیول شوې دي."
د ده په وینا، په همدې موخه برېښنا شرکت د صنعت په برخه کې خصوصي سکټور ته ۲۴ ساعته برېښنا هم ورکړې څو د چاپېریال ککړتیا مخه ونیول شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي وویل، دغې ادارې په یاد راپور کې په لومړي ځل د اقلیم بدلون په اړه د بین الدولتي پلاوي (IPCC . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.