کابل (پژواک، ٢٢ ورى ١٤٠٠): ناپېژاندو وسله والو د خيبر پښتونخوا په کرک سيمه کې يو ځايي خبريال وژلى دى.
د امريکا غږ ډيوه راډيو د راپور له مخې، وژل شوى خبريال وسيم عالم نومېده او په کرک ولسوالۍ کې يې د صدای لواغر سيمه ييزې ورځپاڼې سره د مرستيال ايډېټر او خبريال په توګه دنده ترسره کوله.
د وژل شوي خبريال وسيم عالم کورنۍ غړو پوليسو ته ويلي چې وسيم عالم د شنبې ورځې مازديګر مهال له کوره وتلى و او په ميټا خان سيمه کې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوى دى.
د سيمې پوليس وايي، وسيم عالم د کورنۍ يوه غړي په غوښتنه يې د نامعلومو کسانو پر ضد دوسيه ثبت کړې او د پېښې په اړه يې پلټنې يې پيل کړې دي.
د خبریالانو نړيوال تنظيم (ار اېس اېف) پاکستان څانګې مشر اقبال خټک وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې په پاکستان کې د خبریالانو لپاره شرایط خراب دي، د هغوی وژونکي قانون ته نه سپارل کېږي.
د کرک پرېس کلب مشر خالد خټک وايي، وسيم عالم ورسره نږدې يوولس کاله د پرېس کلب غړی پاتې شوی و او اوس مهال یې هم د پرېس کلب لویې کمېټي مشري پر غاړه لرله.
هغه زياته کړه چې وژل شوي خبريال ډېرى مهال د خپلې سيمې ستونزې په ډاګه کولې.
د خبريالانو حقونو نړيوالو سازمانونو معلوماتو له مخې، له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې په پاکستان کې تر ١٣٠ پورې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي.
Views: 85