Pajhwok Afghan News

د سردې بند په جوړېدو سره به څه باندې ١٥ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي

غزني ښار (پژواک، ٢٣ ورى ١٤٠٠): د غزني اوسېدونکي او مسوولين وايي چې د سردې بند په جوړېدو سره به ١٥٢٠٠ هکټاره ځمکه خړوبه او زرګونو کسانو ته به د کار کولو زمينه برابره شي.

د سردې بند د غزني په اندړو ولسوالۍ کې موقعيت لري چې د دې ولسوالۍ د ځمکو ترڅنګ په ګيرو ولسوالۍ کې هم ځمکې خړوبوي.

د معلوماتو له مخې، که چيرې دغه بند جوړ شي د باران او کاريزونو اوبه به په کې را ټولې او په منظم ډول به تر ځمکو پورې رسيږي.

په دې اړه غزني کې د ولاړو اوبو رييس علي ياور پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د سردې بند د دغه ولايت لپاره يو حياتي پروژه ده، بايد د بيا جوړېدو چارې يې پيل شي.

هغه وايي: ((که چيرې دغه بند جوړ شي په اندړو او ګيرو ولسواليو کې به زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه شي او هم به مستقيم او غير مستقيم ډول زرګونو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.))

خو ياور زياتوي چې خلکو په يادو ولسواليو کې دولتي ځمکې غصب کړي چې د بند د جوړېدو چارو پر وړاندې خنډ دى.

ده وويل: ((که چيرې بند جوړ شي او کانالونه يې منظم شي د خلکو ترڅنګ حکومت ته هم ډېره ګټه لري.))

په دې اړه د اندړو ولسوالۍ د سردې سيمې اوسېدونکي يعقوب سالم پژواک ته وويل چې سږکال خلکو د لومړي ځل لپاره د سردې بند په شاوخوا کې نيالګي ایښي دي.

هغه وايي: ((کلونه کيږي چې حکومت له موږ سره د بند جوړولو ژمنه کوي، خو کله يې هم عملي کار نه دى پيل کړى.))

همدرانګه په غزني کې ليکوال او ژورنالېست اسدالله جلالزى وايي، کله چې د سردې بند جوړ او فعاله و، نو په بېلابېلو برخو کې د غزني د حاصلاتو کچه هم لوړه وه.

دى وايي: ((کله چې دغه بند جوړ و نو له غزني څخه به غنم د کابل مرکزي سيلو ته، دغه راز د هلمند د غوړيو فابريکې ته ګل افتاب پرست او د بغلان د قندو فابريکې ته به چغندر لېږدول کېدل، خو اوس دا هېڅ هم نشته دى.))

د نوموړي په وينا، که چېرې پر ياد بند يو ځل بيا پانګونه وشي، نو دغه سيمه به ملي پارک شي او ډېر کسان به يې د لېدلو لپاره ورځي.

په ورته وخت کې د اندړو ولسوالۍ يو تن کروندګر محمد عارف پژواک ته وويل چې د سردې بند اوس هم په ټوليزه توګه غير فعاله نه دى.

د محمد عارف په خبره، د بند کاسې او کانالونه له خاورو ډک شوي که چېرې پاک شي نو ډېرې اوبه به په کې زېرمه او د خلکو تر ځمکو به ورسيږي.

د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د ياد بند پر جوړېدو يې ټينګار وکړ.

په دې اړه د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې د ولايت مقام د سردې او سطان بندونو د بيا رغولو په موخه پلازمېنې کابل ته وړانديزونه لېږلي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې د سلطان بند ترڅنګ په ناهور، مالستان او خواجه عمري ولسواليو کې پر يو شمېر کوچنيو بندونو کار روان دى.

جمعه زاده هيله وښوده چې د امنيت په ښه کېدو سره به د سردې او ځينو نورو بندونو د جوړولو چارې هم پيل شي.

د يادونې ده چې د سردې بند د پخواني پاچا تيمورشاه په وخت کې جوړ شوى، وروسته په ١٣٤٦ کال کې د پخواني پاچا ظاهر شاه له خوا يې کاسه او کانالونه بيا رغول شوي، خو له دې وروسته بيا کار ورته نه دى شوى.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستيو کې د افغانستان د اوبو د مديريت کولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د يو شمېر بندونو د جوړولو چارې پيل کړې دي.

Views: 876

Exit mobile version