مزارشریف(پژواک،۲۴وری۱۴۰۰): په بلخ کې امنیتي مسوولین او طالبان په بېلابېلو خبرپاڼو کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه یې د بلخ چمتال ولسوالۍ کې د سراسیاب سیمې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۱ سرتېري وژلي او ۵ نور یې ژوندي نیولي دي.
طالبانو همدا راز ادعا کړې چې په دغه جګړه کې یې یو شمېر وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي بیا د چمتال په جګړه کې د ۵ افغان سرتېرو وژل کېدل او ۲ نورو ټپي کېدل تاییدوي .
هغه پژواک ته وویل چې په دغه نښته کې همدا راز ۷ طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.
د یو بل خبر له مخې، د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه یې د عملیاتو پر مهال د بلخ په نهر شاهي ولسوالۍ کې ۵ طالبان نیولي دي .
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو عملیاتو کې یو شمېر وسلې او د طالبانو اړوند یو موټر هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي .
Views: 26