Pajhwok Afghan News

تښتوونکو د عبدالرووف کورنۍ ته د هغه د ځورولو تازه غږيز کلېپ لېږلی

لس کلن ماشوم

مزارشريف (پژواک، ۲۵وری۱۴۰۰) تښتوونکوله مزاره د تښتول شوي لس کلن عبدالرووف کورنۍ ته د هغه د ځورولو تازه غږيز کلېپ لېږلی دی.
د لس کلن عبدالرووف پلار محمد نبي د وري په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وويل چې د خپل زوی د ځورولو او ربړونې دغه کلېپ يې د روژې په لومړۍ نېټه تر لاسه کړی دی.
نوموړي دغه کليپ په مزار کې د پژواک له خبريال سره هم شريک کړ، چې په کې د ماشوم د وهلو، ځورونې او د هغه د ژړا غږونه اورېدل کېږي.
عبدالرووف په دغه غږيز کلېپ کې په ژړغوني غږ خپل پلار ته وايي چې يادې تښتوونکو ته پيسې ورکړي او يادې ورته وايي چې ويې وژني.
نوموړی همدا راز وايي: (( له پښې يې راځوړند کړی يم، که تاسې پيسې ور نه کړي نو ګوتې به مې غوڅې کړي، پلاره يا پيسې ورکړه او يا ورته ووايه چې ما ووژني)).
د تښتول شوي عبدالرووف پلار وويل چې حکومت له دوی سره خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
هغه زياته کړه چې د زوی د ځورونې په غږ اورېدو هره شېبه ورته له قيامت نه کمه نه ده.
نبي وويل: (( له حکومته غواړو چې پرېکنده ځواب راکړي، که يې په وس نه وي چې موږ نورو لارو نه کار واخلو، دې وضعيت موږ ستړي کړي يو، موږ د خپل اولاد مرګ هره شېبه وينو)).
نوموړی نيوکه کوي چې حکومت په دغه قضيه کې ځيني نيول شوي تورن کسان خوشې کړي دي.
محمد نبي همدا راز زياته کړه چې دوه ورځې وړاندې يې طالبانو سره هم کتلي او ځيني شکمن کسان د طالبانو له خوا هم نيول شوي.
د بلخ ولايت مقام مخې ته د عبدالرووف د خوشې کېدو لپاره د درول شوې تحصن خېمې مسوول محمد ابراهيم پژواک ته وويل، چې د عبدالرووف تښتوونکو په وروستي پيغام کې د يو میليون او دوه سوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې.
هغه وايي: (( د عبدالرووف پلار که خپل کور، د کور سامان او ټوله شتمني خرڅه کړي نو شپږ لکه ډالر هم نه شي جوړولی، خو تښتوونکي دوولس لکه ډالر غواړي او له بلې خوا د ماشوم ژوند ته هم ورځ تر بلې خطر زياتېږي)).
دغه معترض قومي مشر وايي، له حکومته يې نوره تمه پرېکړې او له خپلو خلکو سره په مشوره يې تصميم نيولی چې بانکي اکونټ خلاصوي او د عبدالرووف د خوشې کولو لپاره له خلکو بسپنه راټولوي.
د ترکمنانو د ټولنيزې شورا يوه بل غړي ګل محمد ايرکين پژواک ته وويل چې دوی مجبور دي څو د ماشوم د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بسپنې په ډول پيسې راټولې کړي او تښتوونکو ته يې ورکړي.
هغه وويل چې حکومت تر دې مهاله هېڅ هم ونه شو کړای او په دغه قضيه کې خپلې کړې ژمنې يې نه دي عملي کړي.
ايرکين زياته کړه: (( موږ ته بله لار نه ده پاتې، مجبور يو چې د عبدالرووف د ژوندي پاتې کېدو لپاره د تښتوونکو غوښتنې ومنو، دا حالت ډېر ستونزمن دی خو بله چاره نشته)).
د روانې اوونۍ په پيل کې د افغانستان د ملي امنيت عمومي رييس احمد ضيا سراج د ولسي جرګې ځينو غړو سره په کتنه کې ويلي و، چې دغه قضيه ډېره پېچلې ده.
نوموړي زياته کړې وه چې تر هغه مهاله ملي امنيت د عبدالرووف د تښتولو په قضيه کې څه باندې ۱۴۰ کسان نيولي وو چې په خپل جرم يې هم اعتراف کړی دی.
د ملي امنيت رييس خبرداری ورکړی و که تښتوونکو ته پيسې ورکړل شي؛ نو پايلې به يې ډېرې خطرناکې وي.
هغه غوښتنه کړې وه چې د ماشوم د تښتونې له قضيې سره د عاطفي چلند پر ځای دې دوی ته وخت ورکړل شي چې په مسلکي ډول يې تعقیب کړي.

Views: 291

Exit mobile version