Pajhwok Afghan News

امريکا : افغانستان به بيا کورنۍجګړې ته ونه ګرځي

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ١٤٠٠) : د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، که چېرې طالبان د سولې له پروسې ووځي او يا د زور له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي، نو غير قانوني به وګرځول شي.

نوموړي چې نن د وري په ٢٦مه، په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلى و، ولسمشر اشرف غني،  ډاکټر عبدالله عبدالله او د مدني ټولنو له غړو سره تر ليدنې وروسته يې دغه څرګندونې کابل کې  يوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه په داسې حال کې کابل ته سفر کړى چې دامريکا ولسمشر جوبايډن او ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو نوى مهالوېش اعلان کړ.

ددې نوې مهالوېش له مخې به له افغانستان څخه  د بهرنيو ځواکونو د ويستلو لړۍ د مى له لومړۍ نېټې پيل او د روان زيږديز کال د سپتمبر تر ١١ مې پاى ته ورسيږي.

خو په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ په لاسليک شوي تړون کې راغلي وو، چې ټول سرتيري به د ٢٠٢١کال تر مى مياشتې پورې له افغانستانه وځي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن تېره شپه ولسمشر اشرف غني په يوه ټېلېفوني اړيکه کې هغه يې له نوې پرېکړې خبر کړ.

د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکين وويل، چې کابل ته يې د سفر موخه داوه، څو افغان مشرانو ته په حضوري ډول د ځواکونو د ويستلو له نوې مهالوېش څخه خبر ورکړي.

هغه زياته کړه، افغان مشرانو ددې نوې پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل چې دوى به د ځواکونو په ويستلو کې له امريکا او ناټو سره همکاري کوي.

ده وويل چې له دې پرېکړې وروسته به د امريکا او افغان حکومت ترمنځ د اړيکو يو نوى پړاو او فصل پيل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، دوى به له افغانستان سره خپلو نظامي او مالي مرستو ته ادامه ورکوي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغانستان به يو ځل بيا کورنۍ ته جګړې ته ونه ګرځي، ځکه چې اوس د نويمې لسيزې وختونه نشته، يوېشتمه پيړۍ ده او افغانستان کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي.

بلنکين زياته کړه، که چېرې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پر مهال طالبان  پرې بريدونه وکړي، نو سخت ځواب به ورکړل شي.

نوموړى وايي : (( امريکا به دداعش په ګډون له ټولو ترهګرو سره په جګړه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي. ))

هغه وويل، امريکا هېڅکله نه غوښتل چې په افغانستان کې په دوامداره توګه پاتې شي.

دامريکا د  بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې دوى به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او د ترکيې ناسته يې يو  ښه فرصت وباله.

نوموړي وويل ، هيله ده چې د افغان حکومت او طالبانو لوړ پوړي استازي د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي او له دې فرصت څخه به ښه استفاده وکړي.

دامريکا د بهرنيو چارو وزير پرون په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو او دفاع وزيرانو په غونډه کې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې هم ګډون وکړ او نن نېغ په نېغه کابل ته راغلى و.

Views: 657

Exit mobile version