Pajhwok Afghan News

بايډن: د افغان امنيتي ځواکونو مرستې او ملاتړ ته دوام ورکوو

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ١٤٠٠): د امريکا ولسمشر په افغانستان کې د خپلې شل کلنې جګړې ختمولو اعلان کړى دى.

جوبایدن تېره شپه په واشنګټن کې خپل ولس ته په وينا کې وويل چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ايستل به د راتلونکې مې مياشتې په لومړۍ نېټه پیل شي. خو بيا هم بايډن وویل چې دغه وتل به په بېړه نه وي.

ده زیاته کړه چې د ځواکونو ايستل به مسوولانه، سنجيده او په خوندي ډول له خپلو ټولو متحدینو او شریکانو سره په همغږۍ ترسره شي.

د امريکا ولسمشر ويلي: “که د وتلو پر مهال طالبانو پر موږ بريد وکړ، د خپل ځان او شریکانو دفاع به په ټولو هغو وسایلو چې لرو یې، وکړو.”

هغه زياته کړې: “له طالبانو سره به د خپلو ژمنو په اړه حساب وکړو” څو ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د امريکا او يا یې شریکان وګواښي.

د امریکا ولسمشر ويلي چې د افغانستان حکومت هم له امریکا سره ورته ژمنه کړې ده، خو ټينګار يې وکړ چې د ترهګرو ګواښونه به څاري.

بايډن ويلي: “موږ به د ترهکرۍ ضد قابليتونه او خپلې اساسي سرچينې په سيمه کې بيا تنظيم کړو، تر څو د ترهګرو بياراپیدا کېدو مخه ونيسو چې زموږ هېواد ته ګواښ دي. ”

د نوموړي په وينا، د امریکا ملي ستراتیژي دا ایجابوي څو د ترهګرو پراخ ګواښونه نه يواځې په افغانستان، بلکې په هر ځای کې چې رامنځته کېږي، وڅاري.

د امريکا ولسمشر وويل چې دوى د القاعده شبکې د له منځه وړو لپاره افغانستان ته تللي وو، د یادې شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو او دغه ماموريت بشپړ شو.

هغه وویل: “موږ نه شو کولای چې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون اوږدولو او يا پراخولو لړۍ ته په دې هیله دوام ورکړو چې وتلو ته مطلوب وضعیت برابر کړو او د يوې مختلفې پايلې انتظار وکړو. ”

بایډن زياته کړې، هغه د امریکا څلورم ولسمشر دی چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون شاهد دی او نه شي کولای چې دغه مسوولیت پنځم ولسمشر ته پرېږدي.

ده وویل چې په افغانستان کې به یې ډيپلوماتيک او بشري فعالیتونه جاري وي او هلته به پرمختیایي او بشري مرستو او د ښځو او افغان نجونو حقونو ساتلو په موخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه: “موږ به په پرله پسې توګه افغان ملي او امنيتي ځواکونو ته مرستې برابرې کړو. د خپلو شریکانو ترڅنګ موږ شاوخوا ۳۰۰زره افغان پرسونل ته روزنه ورکوو او تجهیزوو يې او هغوی به په زړورتیا د خپل هېواد او ولس دفاع وکړي. ”

نوموړي د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان، هند، روسیې او چین څخه وغوښتل چې د افغانستان ملاتړ وکړي.

بايډن زياته کړې: “موږ به د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوو چې د ملګرو ملتونو له خوا پر مخ ځي. ”

ولسمشر بایډن زیاته کړه چې تر اوسه ۲۴۸۸ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي او ۲۰۷۲۲ نور ټپیان شوي او نور د دې وخت را رسېدلی چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسېږي او امریکایي ځواکونه خپل هېواد ته راستانه شي.

له دغه اعلان مخکې د امريکا ولسمشر د افغانستان له ولسمشر اشرف غني  سره ټيلېفوني خبرې وکړې او له خپلې پرېکړې يې خبر کړ.

ولسمشر غني ويلي چې دوى د امريکا پرېکړې ته درناوى لري او افغان ملي ځواکونه کولى شي چې له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع وکړي.

Views: 70

Exit mobile version