Pajhwok Afghan News

ایران: د طالبانو امارت بیا رامنځته کېدل څوک نه مني

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۰) : د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي چې طالبان باید د ډموکراسۍ پر اساس خپل ځان بدل کړي، ځکه ددوی د امارات بیا راتګ چاته د منلو نه دی.

محمدجواد ظریف  دا څرګندونې نن د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا رایزینا ډیالوګ په نوم په انلاین غونډه کې وکړې،  چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د هند د بهرنیو چارو وزیر ‘اېس جې’ شنکر هم پکې ګډون کړي وو.

هغه زیاته کړه، که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، نو دا امکان نه لري.

ظریف وایي، : “که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، که یې ایډیالوژي او چلند بدلېږي که نه؟ خو هغو کلونو ته ورتګ بیا امکان نه لري. نن موږ په یوه نوي افغانستان کې ژوند کوو.”

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت بیا راګرځیدل چاته د منلو نه دی.

ظریف زیاته کړه: « موږ باید خپل اختلافات یوې ډډې ته کړو، او پر ګډو همکاریو تمرکز وکړو، د طالبانو د امارات بیا راتګ د پاکستان ایران او هند  پر وړاندې یو جدي ګواښ دی..»

نوموړي څرګنده کړه چې ایران د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د غونډې کوربه توب ته چمتو دی.

رایزینا ډیالوګ د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوښت له کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ پر مهمو سیاسي مسایلو د دولتي چارواکو، سیاستوالو او شننونکو په ګډون بحثونه جوړوي.

Views: 80

Exit mobile version