Pajhwok Afghan News

هدفي وژنو او د ملکي مرګ ژوبلې ډېرېدو د بلخ خلک اندېښمن کړي

مزارشريف (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۰): د بلخ اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په وروستيو څو اوونيو کې په دغه ولايت کې د نا امنيو پېښې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.

دوی وايي چې په مزارشريف ښار کې هدفي وژنو او په ولسواليو کې د جګړو له امله ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو له امله اندېښمن دي او له حکومته د شته وضعيت د بدلون غوښتنه کوي.

د بلخ مدني فعالان زياتوي چې په تېرو درېیو اوونيو کې په مزار کې د خوړو نړيوال سازمان يو کارکوونکی، د شاهين قول اردو سرطبيب، د مارمل امنيې قوماندانۍ د تعليم او تربيې مدير په ګډون يو شمېر کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي  دي.

د دې ترڅنګ د بلخ اوسېدونکي وايي چې په تېره يوه مياشت کې د دغه ولايت په چمتال، چهاربولک او بلخ ولسواليو کې د جګړو او چاودنو پر مهال شاوخوا پنځوس ملکي او نظامي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ امنيه قومانداني بيا وايي چې دغه ولايت د امنيت ضد پېښو مخنيوي په موخه امنيتي ارګانونو خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د مزارشريف اوسېدونکي شریف الله پژواک اژانس ته وویل چې ښار دننه د هدفي وژنو او مقناطيسي ماينونو وېره ورځ تر بلې زياتېږی.

د هغه په خبره، په وروستيو څو ورځو کې يو شمېر کسان هدفي وژنو کې ووژل شول چې له امله يې دوی اندېښمن دي.

نوموړي وويل: ((له يوې خوا بيکاري او بل لور ته د هدفي وژنو او چاودنو وېرې مزارشريف کې د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی، هېڅوک نه پوهېږي چې بل ځل به د چا د مرګ نوبت وي.))

هغه نيوکه وکړه چې حکومت د يادو پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي خيرمحمد پژواک ته وويل چې د نوي کال له پيل راهيسې يې په سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زیاتې شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو نښتو کې ډېری وخت عامو خلکو ته زيان رسېدلی دی.

د بلخ ولسوالۍ دغه اوسېدونکی وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې ۴ ملکيان د امنيتي ځواکونو په ډزو او جګړو کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((همدا څو ورځو کې یو محصل چې د پوهنتون يې وروستی کال وو او يو بل تن چې د مزار – چهاربولک د لين ډرېور وو، د پوستو په ډزو ووژل شول، د دې تر څنګ د تېرې پنجشنبې په ورځ يوه ښځه او يو نارينه په حسين خېلو کلي کې ووژل، نږدې ۳۰ د استوګنې کورونه ويجاړ شول، دغه ضعيت ډېر خلک نور ستړي کړي دي.))

دى وايي، د جنګ دواړه اړخونه خپلو جګړه ييزو موخو ته د رسېدو لپاره د ملکيانو ژوند ګواښي.

د چمتال اوسېدونکي محمد اسماعېل پژواک ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې بيا د امنيتي ځواکونو تلفات د تېر په پرتله زيات شوي دي.

هغه زياته کړه چې په روانه وري مياشت کې يې دوه ځله د ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنيتي پوستو طالبانو ډله ييز بريدونه کړی چې له امله يې يوشمېر سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې طالبانو ژوندي نيولي دي.

اسماعېل وايي: ((وروستۍ پېښه تېره اوونۍ رامنځته شوه، طالبانو د شپې له تيارې څخه په استفادې د سراسياب پر پوسته بريد وکړ، چې د نښتې له امله ۱۱ تنه سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پنځه تنه نور طلبانو ژوندي ونيول، له دې په مخکې ورځو کې هم دغسې پېښې رامنځته شوي )).

په ورته مهال يو شمېر مدني فعالان وايي چې د بلخ وروستيو نا امنيو خلکو ته د ځاني تلفاتو تر څنګ مالي زيانونه هم اړولي دي.

مدني فعال محمد معروف پژواک ته وويل چې د بلخ په ناامنو ولسواليو کې د وروستيو جګړو له امله د يو شمېر خلکو کورونه تخريب شوي او ځيني نور خلک بيا د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

نوموړی وايي چې له دې وروسته له ځمکو څخه د حاصلاتو د راټولولو فصل پيل کېږي او که روانې نا امنۍ او جګړې مهار نشي؛ نو د عامو خلکو او زميندارانو د کال خواري به په اوبو لاهو شي.

هغه وايي حکومت بايد د ولسواليو امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.

د دې تر څنګ بلخ کې انګېرنې دا دي چې د مزارشريف ښار په يو شمېر هدفي وژنو کې نا مسوول وسله وال هم لاس لري.

سياسي فعال طوره باز ستانکزي پژواک ته وويل چې مزار ښار کې د نا مسووله وسله والو شمېر تر بل هر وخت زيات شوی دی.

د هغه په وينا، دغه وسله وال په يو شمېر هدفي وژنو او جنايي پېښو کې ښکېل دي.

ستانکزی وايي چې د بلخ سيمه ييزې ادارې له ګڼو ژمنو سره هم ونه شو کړای چې په مزارشريف ښار کې د ناقانونه وسله والو د فعاليت مخه ونيسي.

خو د خلکو دې ټولو اندېښنو ته په ځواب کې بيا د بلخ امنيه قومانداني وايي چې د امنيت ضد پېښو مخنيوي لپاره يې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې پوليسو په تېره اوونۍ کې له مزارشريف ښار څخه يو شمېر داسې کسان نيولي چې د هدفي وژنو پلان يې درلود.

ده زياته کړه چې د دې ترڅنګ په ښار کې د پخوا په پرتله د غلاوو او موبايل تښتولو کچه هم راټيټه شوې ده.

نوموړی وايي، پوليس ژمن دي چې له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ د مزارښار د امنيتي وضعيت د بهبود برخه کې لازم اقدامات وکړي.

عادل له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د پېښو د کنټرول برخه کې له امنيتي ارګانونو سره مرسته وکړي.

Views: 27

Exit mobile version