Pajhwok Afghan News

هېواد کې د ستروسو مېوو تولید څه باندې ۱۳زره ټنو ته ورسېد

کابل (پژواک ، ۲۹ وری ۱۴۰۰): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د تېر کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې د کینو، مالټې، نارنج او لیمو په ګډون د ستروسو ۱۳زره او ۲۴۳ متریک ټنه مېوې تولید شوې دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن (یکشنبې) خپره شوې ده، راغلي چې په ننګرهار کې پر شاوخوا یو زر او دوه پنځوس هکتاره ځمکه د ستروس باغونه دي چې په ۱۳۹۹ کال کې دغه ولایت د کینو، مالټو، نارنج او لیمو په ګډون د ستروسو تر ټولو ډېر تولید یې درلود.

سرچینه لیکي چې کونړ تر نورو ولایتونو ډېر نارنج تولید کړي او تېر کال له دغه ولایته ۲۰۰۲ متریک ټنه نارنج ترلاسه شوي او د یادونې ده چې د دغه ولایت پر ۲۸۶ هکتاره ځمکه د نارنج باغونه جوړ شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان او خوست ولایتونه هم د ستروسو د تولید له اړخه درېیم او څلورم ځای لري.

د کرنې وزارت وایي چې د ستروس ونو نیالګیو روزل او اېښودل په وروستیو کلونو کې په کابل، تخار، بلخ او سرپل ولایتونو کې هم دود شوي چې په ټولیز ډول په ټول هېواد کې ۹۵۲هکتاره ځمکه د ستروس مېوو باغونو تر پوښښ لاندې ده چې له دې ډلې ۶۱ هکتار باغونه د مالټو او کینو، ۴۱۵ هکتار د نارنج او ۴۴۹ هکتاره د لیمو باغونه شامل دي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د ستروس باغونو پراختیا او په دې برخه کې پر ځان بسیاینه، د کرنې وزارت له اساسي لومړیتونو ګڼل کېږي او دغه وزارت روان کال په یو شمېر ولایتونو کې د ستروس مېوو باغونه جوړ کړي دي.

Views: 37

Exit mobile version